لمړی مخ 

د هسکو په باره کی  

د هسکو رضاکاران    

د هسکو پروژی    

د هسکو د مشر پیغام  

English Version 

Deutsche Version

Arabic Version

بخش دری

د هسکو د فعاليتونو ويدوئ ننداره

د هسکو پروگرامونه

 د هسکوخبرونــه

د بيوزله شاگردانو سره د مرستی پروگرام د هیــلـو کــــــا ر و ا ن ! د سولی د ورځې په ویاړ  چاپ شوى کتاب  
د بيوزله شاگردانوسره  نقدی مرسـته د هسکو د مشر پيغام د ښوونځي دماشومانو د مسمومیت په هکله  دهسکو د ټولنی غبرګون
په ویانا کی د هسکو  لخوا  کنسرت

یتیم او بیوزله ماشومانو سره ژمنۍ بیړنۍ مرستۍ  

یتیم او بیوزله ماشومانو سره ژمنۍ  مرستۍ  
د هیلو د کاروان په وسیله دقرطاسی  ویش په بیوزلو ماشومانو باندی د بکس ،خولی، او کالیو د ویشلو پروګرام  د هسکو  فرهنګي برخه  ( ادبی  او شعري لیکنۍ)

د ميربچه کوت کی د بکس ویشلو بهیر

  دسوزیدلو ښوونځیو د بیا رغاونی پروژه د هسکو مرستندويه   د کال  رضاکاره وټاکل شوه
  د کابل په ښوونځیو کی د قرطاسی ویش   دښوونځیو څارندویانو ته د یونیفورم  د برابرولو پروګرام  په ویانا کی دافغانانو دټولنی خبرونه او ځا ئی پـیښی

             یادونه - ځینی لینکونه  فعلا کار نه ورکوی  او  په نږدی راتلونکی کی به  انشا آلله بشپړ شي   

 

کوچنيان زموږ راتلونکي دې


د هسکو د ټولنی د مشر پیغام !

ګرانوهیوادوالواودوستانو!

تر ټولو د مخه تاسو ته د هسکو دټولنی د ویب پاڼی دلیدو پخاطر هرکله راشی او کورودانی وایم.                     

څرنګه چه تاسو ته څرګنده ده په افغانستان کی د قریب دریو لسیزو جنګونو او بربادیو یوه  نتیجه هم د ښوونی او روزنی د حق نه د دی هیواد د یو زیاد شمیر ماشومانو او تنکیو ځوانانو محرومیدل دي که څه هم په دی ورستیو اوو کلونو کی د بین المللی ټولنی او د ښوونی او روزنی د چارواکو د ګډو هلوځلو په نتیجه کی زیاد شمیر نجنو او هلکانو ته د لیک لوست زمینه برابره شوی مګر د ټولو لاسته راوړنو سره سره اوس هم په زرګونه  افغان ماشومان په تیره بیا د افغانستان په جنوب او ختیځو ولایاتو کی دښوونځی او ښوونی او روزنی د طبعی حق نه بی برخی دي

په افغانستان کی د ښوونی او روزنی د پرمختګ په لاره کی  د ښوونکو کمبود او د ښوونځیو نښتوالی یوازنی ستونزه نده ،بیوزلی او د اکثروکورنیو په تیره بیا هغه کورني چه پدی ورستیو وختو کی د ایران او پاکستان  له  هیوادونو نه بیرته  راستانه شوي ناوړه اقتصادي حالت بل هغه عمده عامل او لوی خنډ دی چه یو زیات شمیر کوچنیان یی د خپل طبیعی حق د تر لاسته کولو نه بی برخی ساتلي دي.

د راپورونو له مخی ځینی  بی وزلی کورني  خو حتی خپل ماشومان روزنتونونو کی شامل  کړي ځکه  پخپله د خپلو ماشومانو د اعاشی ا و د ښوونځی د مصارفو د برابرولو و س نلري،همدارنګه د ماشومانو کار او کورني ته د ژوند د اړتیاو برابرول بل هغه لویه ستونزه ده چه په زرګونه ماشومان یی د ښوونځی نه بهر ساتلي دي، د کابل ا و د افغانستان په نورو لویو ښارونو کی هره ورځ یو زیاد شمیر کوچنیان په سختو کارونو یا سوالګری  لګیا  دي تر څوخپلو کورنیو ته  ډوډي او د ژوندنور ضروریات  برابر کړۍ

ګرانوهیواد والو !

دا ماشومان زموږ انساني مرستواو لاس نیولو ته اړتیا لري،ماشومان د هری ټولنی راتلونکي دي که نن موږ  دی  بیوزلو ماشومانو ته د ښوونی او روزنی زمینه  برابرنکړو څرنګه به دا ماشومان  سبا د دی جوګه شی  چه د خپل هیواد په بیا ودانولو او رغاونی کی په مطلوب ډول برخه واخلی ،راځی چه دی ماشومانو سره په مرستی  سره خپل ملی اواسلامی دین ادا کړو .

د هیواد بیوزلو ماشومانوسره مرسته په حقیقت کی دهیواد راتلونکی سره مرسته ده .

                                                         و من الله توفیق            

                                      حفیظ الله خالد             

د هسکو د ټولنی مشر   

 
 
Address:  HASCO   P.O.Box 50 , 1031 Vienna Austria  Tel / Fax: +43 (01) 966 79  69 , E-mail: hasco@chello.at

Address:   HASCO P.O Box 5984 ,  Kabul  Afghanistan E-mail:  hasco_kabul@yahoo.com