د
هیلو کاروان
:
د
هیلو کاروان د هغی پروژی نوم دی چه د هغه په چوکات کی د هسکو
ټولنه په دی وتوانیده د خپلو رضاکارانو په مرستی سره یوه زیاته
اندازه قرطاسیه او د ښوونڅی نور ضروریات د افغانستان په زرګونو د ښوونځی
بیوزلوماشومانو باندی وویشی۰د هیلو کاروان په دوه و پړاونو تر سره شو
۱ـ د قرطاسیی د جمع آوری پړاو ۲ـ د قرطاسیی د ویشلو پړاو۰
۱
-
د هیلو دکاروان
د قرطاسیی د جمع آوري
پروسه :
د
هیلو کاروان د قرطاسیی د راغونډولو مرحله د امریکی دمتحده ایالتونو په مختلفو ښارونو کی
د رضاکارانو لخوا تر سره شو
،د دی
مرحلی مشرتابه د ښاغلي کړی چه پخپله د فلوریدا د ایالت
په یوی ښوونځی کی ښو
ونکی دی په غاړه وه ، ښاغلی کړی او ورسره نور رضاکاران د هیلو دکاروان اوږده
لاره د جنوبی کلیرادو نه شروع او د نیو
مکسیکو، پنسلوانیا، ویرجنیا،الاباما د ایالتونو
په تیرودوسره
دا د خیر ښیګڼی سفر د فلوریدا په ایالت کی پای ته
ورساوه۰
پدی
سفر کی ښاغلی کړي او ورسره رضاکارانو د افغانستان د ښوونځیو د
ماشومانو د مشکلاتو په تشریح کولوسره پدی وتوانیدل چه یوه زیاته
انداز قرطاسیه او د مکتب نور ضروریات د افغانستان ماشومانو لپاره راټول کړي ، پدی
انسان دوستانه کارکی د امریکی د مختلفو ښارونو په
لسګونودمکتب زده کونکي او ښوونکي برخه درلود، دولس کلنه (
سارا ) او د هغی مور
خو برسیره پرقرطاسیی د افغانستان د وړکتونونو
ماشومانو ته یوه اندازه د لوبو
وسایل هم راغوڼد کړل۰
د
هیلو د کاروان لمړی پړاو د امریکی د متحده ایالتونوپه مختلفو ښارونو
که د پنځه زره کیلو مترو واټن
په وهلو سره په بریالیتوب سره فلوریادا
کی پای ته ورسید
د په امریکی کی د هیلو د کاروان لاسته راوړنه یوه زیاته اندازه قرطاسیه
او د ښوونځیو نور ضروریات وه چه د افغانستان د بیوزلو شاګردانو لپاره جمع شول۰
افغانستان ته د قرطاسیی
دانتقال پروسه :
افغانستان ته د
جمع شوو توکو لیږل بل هغه لویه ستونزه
وه چه د هسکو ټولنه هغه سره مخامخ وه ، په تجارتی
الوتکو کی د دی موادو انتقال نه یوازی دا چه د هسکو د ټولنی په وس
کی نه وه بلکه دا کار به د ( آفتاوه خرچ لیم )
په معنا وه،
له نیکه مرغه د
ښاغلي کړي او د هسکو د مشر هلوځلو
په پای کی نتیجه ورکړه او جمع شوی قرطاسیه د بین المللی ځواکونو په مرسته
په وړیا توګه د بګرام هوائی ډګر ته انتقال شول۰
۲ - د
قرطاسیی د ویشلو پړاو او
د
هسکو بیڅاری ابتکار:
بګرام ته د
موادو د انتقال نه ورسته د
هسکو د هیلو د کاروان
دوهم پړاو
دافغانستان ماشومانو ته د قرطاسیی
منظم ویشل وه ، څرنګه چه په افغانستان کی نن سبا لویه ستونزه
د خارجی مرستو نه ناوړه استفاده او په مختلو مرحلو کی د مرستو
ضایع کیدل دي ، نو د دی ستونزی د له منځه وړلو پخاطر د هسکو د
مشر په هدایت د قرطاسیی ویشل داسی پلان او تنظیم شو چه
مواد په هماغه ورځ د باګرام په هوائی ډګر کی د تسلیمیدو
نه ورسته مستقیما د کابل ولایت د ولسوالیو په شاګردانو
باندی وویشل شي، د دی کار لپاره د ښوونی او روزنی له
ځائی چارواکو سره مفاهمه او د راوړل شووموادو ګمرکی اداری
اجراات مخکی بشپړ
شو ۰
د هسکو
رضاکاران او د موادو ویشلو
ټیم د جون د میاشتی په شلمه سهار په
اتو بجو د بګرام ته د موادو د تسلیمیدو لپاره حاضر او د موادو
د تسلیمیدو نه ورسته سمدستی د هسکو د هیلو کاروان سفر د کابل ولایت د
قره باغ د ولسوالی نه پیل شو، څرنګه چه هسکو ټولنه
نقلیه وسیله نلري د موادو د انتقال لپاره د پنځو
کرایه شوي لاریو نه استفاده وشوه
د لاریوکرایه د هسکو د رضاکار انو لخوا مرسته وشوه ۰
د هیلو د
کاروان لمړنی تم ځای د قره باغ د ولسوالی د عبدالوکیل لیسه وه د هسکو
رضاکارانو چه د قرباغ د ولسوالی د معارف مدیر هم له هغوی سره
وه د قرباغ د لیسی او د نجنو په ښوونځی او همدارنګه د( سبز سنګ
) د
منځنی ښوونځی پر ماشومانو باندی د یو زیادی اندازی قرطاسیی او د
ښونځی د نورو ضروریاتو د ویشلو نه ورسته د کلکانو د ولسوالی
پخوا روان شول۰
د کلکان
د امیر حبیب اله ..... لیسه :
موږ پدی عقیده
یوچه د افغانستان ټول ماشومان ددی وطن بچیان او د وطن د بڼ ګلان دي
ماشومانو سره د سیاسی قومی او یا ژبنی ملحوظاتو پر بنسټ هر رنګه
تبعیض او نابرابری موږ ته باالکل د منلو وړ ندی د هیلو
د کاروان د قرطاسیی د ویشلو رضاکارانو د
کلکان د لیسی ماشومانو باندی هم لکه نورو ښوونځیو په شان یوه زیاته اندازه د مکتب
ضروریات وویشل هغه ماشومان چی حاضر نوه د هغوی استحقاق د لیسی
سرمعلم ته تسلیم کړای شو تر سو په مناسب وخت کی شاګردانو ته وویشی۰
خو هغه څه
چه د هسکو یو شمیر رضاکارانو
لپاره د تعجب وړ وه د دی لیسی
اوږد نوم هغه هم د
هغه چا په نامه چه د معارف ځپل او د ښوونځیو
تړل یی د قدرت نیولو نه پس لمړني اقدامات وه، په هر حال دا
د اړونده چارواکو دنده ده او
د هسکو د خیرښیګوڼو چارو باندی کومه اغیزه نلری ۰
د هیلود کاروان
بل تم ځای د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالی وه څرنګه چه د دی سیمی
شاګردان د هیلو د کاروان د سفر نه مخکی خبر وه نو د
کاروان د رسیدو په انتظار وو، د هیلو کاروان ر ضاکارانو د دی
ولسوالی د ښوونځیو پر شاګردانو
باندی په کافی اندازه قرطاسیه او نور د مکتب ضروریات وویشل۰.
د هیلو کاروان
بشری سفر چه د کابل ولایت د ولسوالیو پر شاګردانو باندی د قرطاسیی
او نورو د ښوونځي ضروریاتو د منظم او د بیروکراسی نه پرته ویشلو په
منظور د هسکو د ټولنی لخوا تنظیم شوی وه د مازیګر په
پنځو بجو پای ته ورسید ۰
د موادو د ویشلو په کار کی د هسکو د رضاکارانواو مشرتابه نه سربیره د افغانستان د ښوونی
او روزنی د وزارت استازو او د مربوطه ولسوالیو اړوندو چارواکو هم
فعاله ونډه درلود ۰