لمړی مخ 

د هسکو په باره کی  

د هسکو رضاکاران    

د هسکو پروژی    

د هسکو د مشر پیغام  

 

د هسکو د ټولنی  خبرونه 

   

 


د آریانا د لیسی  زده کونکو سره  د قرطاسیی مرسته !


په هیواد کی د پوهنی د لا زیاد پیاوړتیا او د وطن د بیوزلو کورنیو سره د مرستي پخاطر د جوزا په دولسمه نیټه چی د ماشوم د نړیوالی ورځې سره سمون لري د هسکو د ټولنې لخوا یوه اندازه قرطاسیه  لکه قلم، کتابچه، کاغذ او د ښوونځي د شاګردانو نور ضروریات د کابل ښار د آریابا د لیسۍ پر شاګردانو وویشل شو۰

د قرطاسیۍ د ویشلو په جریان کی چی د آریانا د لیسۍ یو شمیر ښوونکي هم حاضر وو د هغه لیسی مدیره میرمن فضیله نادر د هسکو د ټولنۍ نه مننه وکړه چی د آریانا د لیسی نجونو شاګردانو سره د قرطاسیی مرسته وکړه، هغۍ زیاته کړه چی د آریانا د لیسۍ زده کونکي اکثرا د کابل ښار د ټیټ عاید لرونکي کورنیو نجونئ دي  چۍ داسی مرستو ته اړه لري هغئ همدا راز د هسکو له ټولنئ نه وغوښته چی د آریانا لیسی سره د ښوونکو د دفتر په جوړولو کی هم مرسته وکړې۰

ورپسۍ د هسکو د ټولنۍ بنسټ ایښوونکی او مسئول ښاغلی حفیظ الله خالد په ټولنه کی د ښوونی او روزنی د اهمیت په بیانولو سره وعده وکړه چی د هسکو ټولنه به په راتلونکی کی به هم په وطن کی د معارف د ودی  او د افغان ماشومانو سره چی زموږ د هیواد راتلونکي دي له هیڅ راز مرستۍ او لاس نیوی څخه به ډډه ونکړي۰

د قرطاسیی د ویشلو په بهیر کی یوه اندازه د ماشومانو کتابونه د هغه لیسی وړکتون ته اهدا شو چی د هغه لیسی د تدریسي هیات لخوا په مننۍ سره ومنل شو۰

باید وویل شي چی ویشل شوۍ قرطاسیه د هسکو د رضاکارانو لخوا په مختلفو هیوادو کی برابر سوی او د افغانستان د بیوزله ماشومانو سره د مرستی لپاره  کابل  ته استول شوۍ وه، هسکو د رضاکارانو یوه ټولنه ده چی ټول غړي یی د معاش او حق الزحمی نه پرته خپل وخت، توان او انرژي د هیواد ماشومانو لپاره د خدمت پخاطر  ډالئ کوي۰  


د سولی د ورځې په ویاړ  چاپ شوى کتاب


 

 

 

زموږ جنګ ځپلې  ټولنه په اوسنيو شرایطو کی نه یواځې اقتصادی بیاراغونې ته ضرورت لري  بلکه  د خلکو روحي او ذهني راغونی ته هم د ټولو نه زیاد اړتیا ده ، له بده مرغه  دری لسیزو جګړو زموږ د هیواد د اقتصادي بنسټونو د ویجاړولو  تر څنګ زموږ د خلکو پر ذهنونو او کړووړو باندی هم  ډیره منفی اغیزه کړې  او زموږ په ټولنې کی یی د سوله ایز ژوند، زغم  ،ورورګلوۍ  او د یو بل سره د اړتیا په وخت کی د مرستې  او لاس نیوی  روحیه چی زموږ د ویاړلي کلتور او دود اودستور یوه برخه وه   ډیره کمزوری کړې ده .
د هیواد اقتصادي راغونې لپاره بهرنۍ مرستی هم پکاریدلی شي خو د ټولنی ذهني راغونه  بیا یوازی د افغانانو کار دې پدی لاری کی هیڅ  کوم بهرنۍ هیواد زموږ مرسته  نشي کولې د ا د هیواد د هر شاعر لیکوال
ژورنالیست او د ټولنې د ړوند آندي ملی او اسلامی دنده ده چی  دا ملي  ارزښتونه  بیرته راژوندی کړي او په  هیوادکی دسولی او امنیت دراتلو پخاطر خپل ټول قوت پکار واچوي  پری نیږدي  زموږ دا  ویجاړ  وطن نور هم د جنګ په سرو لمبو کی وسوزي او د هری ورځې په تیریدو سره د کونډو رنډو او یتیمانو په شمیر کی نور هم زیاتۍ راشي.

د سولی پیغام کتاب زموږ  د جنګ نه راوتلی رنځوری  ټولنی کی د سولی او ورورګلوي د پیغام د خپرولو په
موخه د
سپتامبر د ۲۱ می  د سولی د بین المللي ورځی په ویاړ خپره  سوې ده، پدی کتاب کی د حفیظ الله خالد یو شمیر پښتو او دری شعرونه او لیکنۍ چې  وطن کی د سولی، پخلاینۍ او روغې جوړې  د ضرورت په اړه دي  راټول سوي  دي ، دا کتاب په ۹۰ مخونو کی د دانش د خپرندوی ټولنې لخوا  په ډیر  ښه  صحافت له چاپه راوتیلی ده ،  څرنګه چی لیکوال د کتاب په سریزی کی هم ورته  اشاره کړې د کتاب اکثر لیکنې  د هیواد دپیښو په مقابل کی د لیکوال  غبرګون او د زړه آواز ده. د بیلګی په توګه کله چی هغه اوري دهیوا  د ښوونځي  چې  د وطن راتلونکی نسل د ښوونی او روزنی ځای دی په بیرحمۍ سره  سوزول کیږي اویا خبریږي  چی د بلیونونو ډالرو بهرني مرستو او بین المللی ټولنې  په موجویت  کی د هیواد په ځینو سیمو کی  زموږ هیواد وال د بیوزلۍ او نیستي نه  د وچی ډوډۍ د اخستلو وس نلري او دی ته مجبوریږي چی د ډوډۍ پرځای واښه وخوري  خالد لکه خپلو نوروهیوادوالو  د خپل وطن  پدی  ناوړه حالت ځوریږي او د وطن حال تر عنوان لاندی  خپل غبرګون د داسې زړه بوګنونکو  پیښو په  مقابل کی  د نظم په ژبه داسی بیانوي  :

هرښوونځې چی په وطن کې نن سوځیږي
زړه می اور واخـــل
ي هـــډونه می ویلیږي
چې د ولږې نه انس
ـان هلته واښه خــوري
څنــګه ستوني ن
ـه بـه زمــا ډوډي تیریږي    ....

همدا رنګه   حفیظ  خالد د هیواد په ځینو نورو تراژیدی پیښو چی په لسګونه کورنی یی د غم په تغر کینولي  د نظمي لیکنو له لاری خپل  اعتراض پورته کوي  او د جنګ د ټولو ښکیلو غاړو نه  غواړي چی نور دی زموږ  دی سوزیدلي بڼ ته اور نه اچوي..

 د کتاب مینه وال کولی شي  د سولی پیغام  له لاندنیو پتو  ترلاسه کړي :

 په کابل کی د  دانش کتاب پلورنځی ، پخته پلورۍ کوڅه ، جا ده څلور لاری

د  ویانا په ښار کی  د آریانا پلورنځي  د ویانا د ښار شپاړسمه ناحیه

په نورو هیوادونو کی زموږ ګران هیوادوال کولی سی د کتاب د لاسته راوړلو لپاره د هسکو بشري ټولنی سره په تماس کی شي د کتاب د پیرودلو عاید به د هسکو د خیر ښیګڼی د ټولنی له لاری افغان بی پلاره او بیوزلو ماشومانو سره د مرستی په لار ه کی  وکارول شي .

 

 


 دهسکو د ټولنی غبرګون


پدی ورستیو وختو کی زموږ په ګران  هیواد کی  د علم او پوهۍ دښمنا نو یو ځل بیا زموږ د وطن  کوچنی ماشومان او د ښوونځی معصوم شاګردان   په کیمیاوي غازو مسموم  چی په نتیجه کی د کاپیسا ولایت د محمود عراقي د نجونو د ښوونځي ۹۸ تنه  زده کونکي  روغتون کی بستري کړای شول.

 په ورستیو میاشتو کی دا دریم ځل دی چی  د نجونو ښوونځي د دولت د مخالیفینو د کیمیاوي  حملو هدف ګرزي ، دوه میاشتی مخکی  د پروان  ولایت  د  مرکز  د چاریکارو د نجونو په ښونځي کی شپیته تنه  معصوم  نجونی د ورته عمل له امله روغتون ته بیول شوي وو، همدا رنګه په تیر نوامبر کی په موټر سایکل سپرو افرادو د قندهار د ښار تر څیرمه  د میرویس نیکه د  نجونو د ښوونځۍ په یوی ډلې شاګردانو او  ښوونکو باندې  هغه مهال تیزاب وشیندل چی له ښونځي نه د خپلو کورونو خواته روان وو ، د  راپورونو له مخی پدې ناځوانمردانه  برید کی   زیاد شمیر نجو نوته د پوټکي زیان  رسیدلی تر دی حده  چی  یوه زده کونکۍ د  معالجی او درمل  لپاره د هیواد نه  بهر ته ولیږل شوه.

ددی حادثی نه وروسته یو شمیر کورنئ  ښوونځي  ته د خپلو ماشومانو  د لیږولو نه ډده وکړ خو وروسته دا کورنۍ پریکړه وکړ چې خپل ماشومان  بیا ښوونځي ته ولیږي  او د علم  او پوهی دښمنانو ګواښونو  ته تسلیم نشي.

په تیرو دریو کلنو کی د هیواد سویل  او ختیځو ولایتونو کی په لسګونه ښوونځي د  علم او پوهې د دښمنانو لخوا سوزول شوي او یا د امنیت د نشتوالي له امله تړل شوي دي له بده مرغه  ددی حالت په نتیجه کی زموږ د هیواد په زرګونه تنکي ماشومان   او نوی  پښت  د ښوونی او روزنی د  طبیعي حق نه بی برخی پاتې دي ٬ پر سیره پردی  په  ځنیو برخو کی د ښوونځي زده کونکي ، ښوونکی او د معارف کارکونکي  د دولت د مخالیفینو لخوا ویرول شوي او  حتی بی له کومه جرمه په شهادت رسیدلي دي.

داسی  ښکاري  چی  دا ټول هلی ځلې  یوازی د یوه  کرغیړن هدف  لپاره تر سره کیږي او  هغه  د ښوونې او روزنې نه  د افغانستان   د بیګناهو  ماشومانو  او تنکیو ځوانانو  بی برخی کول او په یویشتمی پیړې کی  هغوي جهل او ناپوهۍ کی ساتل دي.

د هسکو ټولنه چی مخه یی د افغانستان   د ښوونځيو  د بی وزلو  ماشومانو سره  مرسته او هیواد کی د ښوونی او روزنی پرمختګ دی د کاپیسا ولایت  پر بیګناه زده کونکو نجونو باندی د  کیمیاوی غازونو استعمال  یو غیر اسلامی او  د بشري ضد عمل بولی او په کلکه یی غندي ،موږ  دولتی چارواکو او  ټولو معززوقومي مشرانو نه هیله  لروچی د داسی ورته زړه بوږنونکو پیښو د تکرار پخاطر دی له هیڅ راز هلو ځلو څخه  ډډه ونکړي.

ماشومان  زموږ  د هیواد راتلونکی دي هغوي ته د ښوونې او روزنی  دزمینې برابرول او د بیوزلو د ښوونځي  شاګردانو سره مرسته  د هر بااحساس هیوادوال ملی او اسلامي دنده  ده.

د هسکو ټولنه

بېرته شاته


یتیم او بیوزله ماشومانو سره  د هسکو د ټولنی مرسته  :


ویانا  ۲۰۰۹ / ۳ / ۱ 

 زموږ ګران هیواد وال خبر دي چی  سږکال د ژمی  یخنی او د واوری اوریدو زموږ د هیواد په بیوزلو کورنیو په تیره بیا په هغه کورنيو باندی چی  واړه ماشومان لري  ډیره ناوړه اغیزه کړۍ او  د هغوی  ورځني ژوند یی له ډیرو ستونزو او کړاونو سره مخامخ کړی دی.

د هسکو بشري ټولنه  افغان   بیوزله ماشومانو سره  د مرستی پخاطر یوعاجل پروګرام پیل او د څو بشر پالو انسانانواو  په  مرسته پدی وتوانیده چی د کابل ښار یوویشتو یتیم او بیوزله ماشومانو سره  څه ناڅه نقدی مرسته وکړي،  د دی لپاره چی واقیعی مستحقین تشخیص کړای شی د هسکو ټولنه د کابل د ښوونی او روزنی له چارواکو نه د یتیمو او بیوزلو شاګردانو د معرفی کیدو مرسته وغوښته  او د کابل ښار د ښونځیو په همکاری د یوویشتو یتیم او بیوزلو ماشومانو  د لست ی د ترلاسه کولو نه وروسته پدی وروستیو  ورځو کی د هسکو د ټولنی استازی پداسی حال کی چی د مربوطه ښوونځیو استازي هم حاضر وو ټولو ۲۱  تنو یتیم او بیوزله ماشومانو ته نقدی مرستی وویشل.

 د  هسکو د ټولنی د ژمني مرستو  د ویشلوپه لړ کی  همدارنګه هغو دریو د ښوونځي ماشومانو ته  هم مرسته و ویشل شو چی پدی ورستیو ورځو کی یی د کابل ښار په پنځمی ناحیی کی  د یوی راکټی حملی کی دکورنۍ غړي  له لاسه ورکړي ، د مرستو د ویشلو په پای کی د ماشومانو د کورنی دوه غړۍ د نورو په نمایندګۍ د هسکو د مرستندویه ټولني لدی انسان دوستانه مرستو  څخه مننه وکړه چی پدی ساړه ژمی کی د هغوي مرستۍ ته دانګلي دي .

 
 

                             

د مرستی د ویشلو د بهیرځینی تصویرونه

  

 

 


د هسکو د موسسی رضا کاره ، میرمن رجا


 

د هسکو د موسسی رضا کاره ، میرمن رجا

   د  ملګرو ملتونو د رضاکارانو جاېزه   ېوې عمانی مېرمني ته ورکړل شوه  ، د ا د ملګرو ملتو رضاکاره  مېرمنه  ،رجا  نوميږي او د يو کال راپدیخوا دهسکو  د ټولني په چو کات کۍ افغان بيوزلو ماشومانو سره مرسته کوي.ميرمن رجا  خپله د پنځو ماشومانو مور  او  د مسقط د ښار د يوی ښوونځې د انګريزي د څانګي مشره هم ده.

د ملګړو ملتو د رضا کارانو اداره  UNV چه په کال  ١٩٧٠کۍ د عمومې اسامبلۍ لخوا تاسيس شوۍ دۍ هر کال د دسامبر په مياشت کۍ لس تنه هغه تکړه  رضا کاران  چه په بېساری توګه  د بشري پر مختيا او به نړی کۍ د اقتصادې او اجتماعی ودۍ په ﻻره کۍ خدمت  ته ځان وقف کړۍ وې  دکال د رضاکارانو پحيث د يوه ځانګړی کميسون لخوا ټاکل کيږې.
ميرمن رجا حبيب د ټولو مختلفو  وظايفو او مسئوليتونو سره سره بېا هم  د افغانستان د ماشومانو د ښېرازۍ راتلونکۍ  په خاطر خدمت ته  دانګلی ده. د هسکو د ټولنۍ مشر حفېظ اله  خالد   ميرمن رجا ته د مبارکۍ په وړاندۍ کولو سره  د افغان بېوزلو کوچنيانو سره د هغۍ د خدمت  مننه وکړه  او هغه ئي ټولو افغانانو ته  د افغانستان د بېوزلو ماشومانو سره د خدمت يو ډير ښه  مثال وباله ،.حفيظ اله خالد  د ملګرو ملتو د رضاکارانو ادارۍ  نه  هم د مننۍ  او کورودانۍ  په څرګندولو سر د  ميرمن رجا حبيب انتخاب  د هغۍ د خدمتونو د ستاينۍ او  قدر دانۍ يوه  ښه ﻻر وباله . اوس په افغانستان کۍ ٧٨ تنه  د ملګرو ملتو رضاکاران په خدمت بوخت دې.
هسکو دافغانستان د ښونځيو دبېوزلو ماشومانو سره  د مرستۍ يوه خيريه ټولنه ده چه مرکز ئي د اتريش په په پلازمينۍ د ويانا په ښار  کۍ ده ، ددۍ ټولني ټول کارونه د رضاکارانو لخوا اجرا کيږي۰

 

 

Top       Mainpage

 
 
Address:  HASCO   P.O.Box 50 , 1031 Vienna Austria  Tel / Fax: +43 (01) 966 79  69 , E-mail: hasco@chello.at

Address:   HASCO P.O Box 5984 ,  Kabul  Afghanistan E-mail:  hasco_kabul@yahoo.com