لمړی مخ 

د هسکو په باره کی  

د هسکو رضاکاران    

د هسکو پروژی    

د هسکو د مشر پیغام  

             

د هسکو  پیژندنه !

هسکو د افغانستان د ښوونځیو د بی وزلو ماشومانو سره د مرستی  یوه غیر انتفاعی  او غیر سیاسی  ټولنه ده ، د ا ټولنه د هیڅ کوم سیاسی، مذهبی او قومی ګروپ او ټولنی سره د افغانستان د ننه او یا د باندی تړاو نلری، د دی  ټولنی  هدف یوازی بشري خدمتونه  او د افغانستان  د بیوزلو ماشومانو او هغو کورنیو سره مرسته ده  چه  د اقتصادی ستونزو له کبله نشی کولی خپل ماشومان ښوونځی ته ولیږي .

موږ پدی عقیده یو چه ماشومان د هری ټولنی راتلونکي دي که موږ یوه  بسیا آزاده  او پر مخ تللی افغانستان غواړو که موږ  نه غواړو سبا زموږ ځوانان   د  ترهګرو ، مخدره   توکو او نورو اجتماعی مفاسدو  په لومو کی  ونښلي  نو لازمه ده د هر څه نه مخکی د افغانستان د ماشومانو او تنکی ځوانانو ښوونی او روزنی ته پام واړ وو، افغانستان د دریو لسیزو  د  جنګونو  او تخریبا تو د  بیا راغونی لپاره   د هر بل هیواد نه زیاد باتعلیمه اومتخصصو ځوانانو ته اړتیا لري  .

د هسکو ټولنه د اتریش د قوانینو پر اساس د ۲۰۰۲ کال د فبروری په میاشت کی د  محترم  خالد او په اتریش کی د  یو شمیر نورو میشتو افغانانو لخوا تاسیس شو، هسکو د  اتریش یو  غیر دولتی ټولنه ده چه   مرکز یی   د ویانا په ښار او ساحوی دفتر یی په کابل کی دی ، د هسکو موسسه په اتریش او  افغانستان کی رسما ثبت  او دی ټولنی ته د اتریش د مالی مقاماتو لخوا  د تکس نه د معافیدو موقف هم ورکړ سوی دی .

د هسکو د ټولنی  ټول  غړي  د هسکو د مشر په  شمول په رضاکارانه  ډول د معاش او حق الزحمی نه پرته   د افغانستان د بیوزلو ماشومانو  سره  د خدمت  لپاره ملا تړلي ،  موږ  ټولو بااحساسه وطنوالو او هغو کسانو ته چه زموږ د بشری آرمانونو سره ځان شریک بولي او حاضر دي  خپل وخت او انرژي  افغان بی وزله ماشومانو ته د خدمت په لاره کی وقف کړي هرکلی وایو او هغو ته د دی موسسی سره د مرستی  بلنه ورکو، هغو کسانو ته  به چه د دی  ټولنی  دننه او یا دباندی د افغانستان د ځوریدلو  ماشومانو سره  لوی او  د پام وړمرسته وکړي هغو ته به د  هسکو د ټولنی  افتخاری غړیتوب ویاړ ورکړل سی.

 

Top       Mainpage

 
 
Address:  HASCO   P.O.Box 50 , 1031 Vienna Austria  Tel / Fax: +43 (01) 966 79  69 , E-mail: hasco@chello.at

Address:   HASCO P.O Box 5984 ,  Kabul  Afghanistan E-mail:  hasco_kabul@yahoo.com