لمړی مخ 

د هسکو په باره کی  

د هسکو رضاکاران    

د هسکو پروژی    

د هسکو د مشر پیغام  

                                       د هسکو دپاڼی ادبی برخه

 

           

 

 

ای ښایسته سپینی کوتری

ای ښایسته سپینی کوتری       

 ســـولی  نښـــی بختـــوری          

بیا را والوزه آســمان تـــــه      

ســـوله راوړه دی جهان تــه       

زموږ  وران افغانستان ته       

     

چی انســــــان هلـته زوریږي       

          هر خوا وینی  دی   بهیږي

دجنګ اور هر خو ا  غزیږي    

اورکی  وچ لامده سوزیږي       

ځوانی هیلی خاوری کیږي      

پـــه سـپرلي  ګلا ن   رژیږي   

 

ای ښایسته سپینی کوتری      

سو لی  نښــــــی  بختوری         

 بیا را والوزه آســمان تـــــه      

ســـوله راوړه دی جهان ته      

 زموږ ګران افغانستان ته     

                                                  

دلته هر خوا دښمني ده   

د دی خاوری  تـباهی ده    

بی وزلي ده بی وسي ده   

بیا را والوزه آســمان ته  

سوله راوړه هر انسان ته

 

 امن تل  یو ضرورت  دی   

سوله  لار  د انسانیت دی 

سوله  مینــــه  محبت  دی 

 جنګ  بیا کرکه  ده نفرت  دی 

 

ای ښایسته سپینی کوتری 

ســـــولی  نښـــی بختوری  

بیا را والوزه آسمان تـــه     

سوله راوړه دی جهان ته         

زموږ ګران افغانستان ته        

      *   *   *                              

حفیظ الله خالد /   ویانا                     

د افغان - جرمن د ویب پاڼی نه په مننی سره چی  پورتنی شعر یی دیکلمه کړئ   د  شعر د اوريدو لپاره  لطفا  دلته کلیک کړی


 

 

زما آرمان

  • هغه ورځ  بـه په وطن کی کله راشــي

  • چی خفه  زړونه یو بل سره پخلا شي

 

  •  نه دا جنګ، نه ورور وژنه ، دښمني وي

  • هر یو  پرانیزی غیږ بــل ته  خواپخوا شـي

 

  • زړونه یو شی ،هیلی یو، دردونه یو شي

  • یو د بـل زخمو تـــه پــټي شـــي  ، دوا شــي

 

  • د  ویرغـم کمپله ټوله شی وطـــن  نـــــــــــه

  • د ژړا په ځای په شونډوکی موسکا شي

 

  • مهاجر ورونــه  مو راشي خپل وطن ته

  • د هجرت توره شپه ختمه شي صبا شي

 

  • په هرګــوټ کی رغــاونــه آبــادي وي

  • دا وطن نورهم سرلوړی په د نیا شي

 

  • پخواني ویاړونه بیرته را ژوندي شي

  •  یو ځــل بیا هیواد مو تاج د ایشیا شي

 

  • ننګرهار باغونه بیا ډک شـــي له خلکو

  • د پغمان او استالف میلی دور بیا شي

 

  •  افغانان  که د وحدت لاسونه ورکړي

  • د دښمن پلانونه  واړه  به رســـوا شي

 

  •  د خالد آرمان  به  هله  بیا پوره  شي

  • چی د سولی لمر  راوخیږی  رڼا شي

*     *     *

ح خالد


 

غزل

افغانانو ســر ه  لاس  ورکړی یو بل  تـــه

دا ګوټ مات کښتی را وباسی ساحل ته

 

د زمان کـــاروان روان دی نـــه دریږي

په جنګونو سړی  نه رسی  منزل  تــــه

 

د  ډوبۍ  او سنګاپور ښارو ته ګوری

بیا نو وغوړوئ سترګی خپل کابل ته

 

دا  یو لو یه بد بختی ده چه راغلی

جهاد وایو هر تخریب او ورور وژل  ته

 

پوهی زد ه کړی مرکزونه سیزل کیږی

که یی نه منی  ورځي  غزنی، زابل  ته

 

د ې  وطن کی عدالت به هله راشي

چه پناه  نه وي  ډاکو، غل او  قاتل ته

 

دا وطن زخمی زخمی په زړه چاودلی

زر  یی وژغوړۍ یا لویږی  بحر تل ته

 

دا بیمار وطن به هیڅکله جوړ نشی

څو طبیب نشو وطن  دارو  درمل ته

 

د خالد زړګی به هغه وخت  آرام شی

چه د سولی ګلان  راوړی یار اوربل ته

*     *     * 

ح خالد


 

 

  د وطن حال

 

هرښوونځی چی په وطن کې نن سوځیږي

زړه می اور واخـــلی هـــډونه می ویلیږي

 

چې د ولږې نه انسان هلته واښه خــوري

څنــګه ستوني نه به زمــا ډوډي تیریږي

 

چی د کنډو ړندو حــــال نه بـیا خبــر شم

د هغوي په بیوسی می زړه ځــوریږی

 

هر انسان چی د جنګونو قـــرباني شـــي

دا ماشــوم زړګی می وینو کی لمبیږي

 

خو چی واورم بیا وطـن کی ارآمی ده

زه ارآم شم د زړه بــڼ می زرغــونیږي

 

چی دخلکو په څیروکی خوشحالي وي

د خـالد د هیلو ګـــــل  نورهم  غــوړیږي

 

*   *   *

ح خالد

 


 

دا جنګونه به تر څو وي  ؟؟؟

 د  دی  شعر د اوريدو لپاره

 لطفا   دلته  کليک  کړۍ .

 


 

 

 

 

ځوریدلی تصویر

     

 نن مې لیدلی ژړیدلی تصویر
غمجنو اوښکو کې پوښلی تصویر
له خیاله نه ځي غم لړلې صحنه
د ځیګر هر کونج ته لویدلی تصویر
یتیم زیارت کوي د پلار د قبر
په خدای چې ډیر دی ځوریدلی تصویر
چا ورته وواژه په کومه ګناه؟
یو آرماني، سپیره ویشتلی تصویر
د ده له بکس کتابونو جار شم
تورو کالیو کې راغلی تصویر
معصومو شوڼدو کې به څه څه وايي
ولې یې ړنګ شو د ژوند ښکلی تصویر؟
خدایه په جنګ کې خلکو څه لیدلي؟
راشه که ګورې پرزیدلی تصویر
ای په جګړو مینو لاس و نیسی
بیا به نه غم وي نه سیزلی تصویر

            *    *   * 

ګل اغا احمدي وردګ

د ټول افغان د ویب پاڼی نه په مننی سره


مور جانې بیا یې ښونځی سوئ



مورجانې بيايې راته وسوښونځى
مورجاني هرڅه لولپه پراته وو

نه مې قلم ،نه سيپاره او نه چوكې ښكاريده
تشې لمبې وې هرڅه هره خواايره پراته وو
زما همزولې غريو نيولي وي ادكې مورې
دښونځې مخې ته راغلې وې ادكې مورې
هغه تخته چې يې پرسر وه بسم الله ليكلي
نه مې پرې نوم دخپل خالق نه مې تخته پاتې وه
نه هغه تخاخت وو چې به ما پكې سيپاره ايښوده
نه مې كتاب پاتې وو نه مې سېپاره پا تې وه
هغه ښونځى لكه دتكې سپينې واورې غوندې
اوس ديوالونه يې ادې تورې بلا ښكاريدل
زموږپه دې بيوسه اوښكويې اورنه مړ كيده
هرچاژړلې مورې هرڅوك وارخطاښكاريدل
مورجانې! دانا ځوان به څوك ووچې ښونځى يې وسو؟!
اخ مورې ! څنګه دې ليمې له اوښكوډكې شولې
تانه كتاب، تانه قلم ،تانه ښونځى پا تې شوو
ليمې مې ګرانې په همدې له اوښكوډكې شولې
مورې! دهغه رب په نوم باندې قسم يادوم
چې دې نا ځوانه مې ټولګې كې په تخته سوى دى
نه يې كتاب نه يي قلم نه يي چوكۍ پريښې
ښونځى يې نه دى سوۍ مورې دې مې زړه سوى د ى
****
همت مې نه با يلم مورجانې اوښكې مه څڅوه
زه به مې خپلې كتا بچې بيرته راټولې كړمه
دغه نا ځوان به دوجدان په اور كې لولپه كړم
زه به مې ټولې ارادې بيرته راټولې كړمه
*****
مورجانې! دانا ځوان زموږه بېوسې نه ګورې
څومره بيوسه يو! او موږ څومره همت كړىدى !
مورې! زه ايبله پښې ښونځې ته ځم الله يا دوم !
مورې! داڅوك دى ؟دايې څنګه بغاوت كړى دى؟!
****
زه به د خپل ښونځي په توروديوالونوبا ندې
په خپلواوښكو اوپه وينو با ندې وليكمه
خاوند ه كوردهغووران كړي
چې مې كتا ب ښونځى سيځي ما ژړوينه
مورې! زه ايبله پښې ښونځې ته ځم الله يا دوم !
مورې! داڅوك دى ؟دايې څنګه بغاوت كړى دى؟!
****
زه به د خپل ښونځي په توروديوالونوبا ندې
په خپلواوښكو اوپه وينو با ندې وليكمه
خاوند ه كوردهغووران ك
مورجانې! دانا ځوان به څوك ووچې ښونځى يې وسو؟!
اخ مورې ! څنګه دې ليمې له اوښكوډكې شولې
تانه كتاب، تانه قلم ،تانه ښونځى پا تې شوو
ليمې مې ګرانې په همدې له اوښكوډكې شولې
مورې! دهغه رب په نوم باندې قسم يادوم
چې دې نا ځوانه مې ټولګې كې په تخته سوى دى
نه يې كتاب نه يي قلم نه يي چوكۍ پريښې
ښونځى يې نه دى سوۍ مورې دې مې زړه سوى د ى
****
همت مې نه با يلم مورجانې اوښكې مه څڅوه
زه به مې خپلې كتا بچې بيرته راټولې كړمه
دغه نا ځوان به دوجدان په اور كې لولپه كړم
زه به مې ټولې ارادې بيرته راټولې كړمه
*****
مورجانې! دانا ژړوي ځوان زموږه بېوسې نه ګورې
څومره بيوسه يو! او موږ څومره همت كړىدى !
مورې! زه ايبله پښې ښونځې ته ځم الله يا دوم !
مورې! داڅوك دى ؟دايې څنګه بغاوت كړى دى؟!
****
زه به د خپل ښونځي په توروديوالونوبا ندې
په خپلواوښكو اوپه وينو با ندې وليكمه
خاوند ه كوردهغووران كړي
چې مې كتا ب ښونځى سيځي ما نه

 *       *          *

منبع  : افغان  ادبی بهیر  ویب پاڼه

.  


ښونځۍ مي راته سوځي

 

 

 

 

 

زه ددې کلي نانزکه   
 
په دې کلي کښي مي کور دی
 
دلته بوري ميندي ژاړي
 
له دې کلي مي زړه تور دی
 
دلته زور او ظالمان دي
 
دلته خلک کافران دي
 
له تعليمه لري کرکه
 
له اياته منکران دي
 
په بمونو يې وژلي
 
د ښونځيو ماشومان دي
 
ښونځۍ مي راته سوځي
 
له مکتبه سره وران دي
 
نه پوهيږم دا کوم دين دی
 
دوی پر کومه خوا روان دي ؟
 
دوی د مور او دپلار مينه
 
د اولاد شيرينه وينه
 
په بمونو څنګه وژني ؟
 
په بمونو څنګه وژني ؟
 
دوی زامن که شرمښان دي ؟
 
دوې پلرونه که لېوان دي ؟
 
زه غزل ورته حيرانه
 
چي دا څنګه انسانان دي ؟

                  *     *     *

نویده غزل 

 
 
 

لويــــه ګنــا ه

                

 

  • د ښوونځيو سو ځول لويه ګناه  ده

  • خداۍ فرض کړۍ علم زده کړه پرهرچا ده         

  • چه ښوونځی د ماشو مانو په اور وژني 

  • دا  جفاده  دا خطا ده  ناروا ده

 

  • هر  ښوونځۍ چه اباديږي  دی وطن کۍ

  • يو زندان ور به بنديږي  زمونږ  بڼ کۍ

  • ګل غوټي به را سپړيږ ي دی ګلشن کۍ

  • نوی هيلۍ ژوندې کيږ ي زموږ  ژوندکۍ

  • د ښوونځيو سو ځول لويه ګناه ده

  • خداۍ فرض کړۍ علم زده کړه پرهرچا ده

 

  • هر ښوونځۍ وطن ته زيرۍ د رڼا ده

  • پلو شۍ ېې خوره کړۍ په  هر خوا ده

  • زمونږ  درد و او کړاوو لره  دوا ده

  •  هر ۍ تورۍ جهل شپۍ لره  صبا ده

  • د ښوونځيو سو ځول لويه ګناه ده

  • دا  جهاد ندی خطا ده  ناروا ده

 

  • که ښوونځی نه واۍ نړي به بيابان واۍ

  • نه به ځمکه کۍ لوړ پوهه د انسان واۍ

  • نه به رنګ رنګ الوتکۍ په آسمان واۍ

  • نه به موبل کامپيوتر نن په جهان وای

  • دا دعصر تقاضا ده  تقاضا ده

  • د ښوونځيو سو ځول لويه  ګناه  ده      

 

  • ښوونځۍ کور د علم زدکړۍ معرفت دۍ

  • دا د هر ماشوم  يو حق دۍ  ضرورت  دۍ

  • ښوونځۍ لاره  د انسان او انسانيت  دۍ

  •  د هيواد  د آبادی  په  لار خدمت  دۍ

  • د خالد چيغه  ناره  پر هره خوا ده

  • د ښوونځيو سو ځول  لويه ګناه  ده

                  *     *     *

  ح  خالد               

 

 

 

دا جنګونه به تر څو وي  ؟

 

  

 

 

      

  • وطن  وران شو په جنګونو

  • په ماينونو په بمونو

  • ماشينګنو په اورونو

  • په ځان مرګو بريدونو

  • دا جنګونه به تر څو وي  ؟

  • دا اورونه به تر څو وي  ؟

  •  

  • ډيري ميندۍ شولۍ بورۍ

  • ډيري خويندۍ شولۍ کونډۍ

  • ماشومان مو يتيمان شول

  • په کوڅو کۍ سرګردان  شول

  • پوهی زدکړی   په ارمان  شول

  • دا جنګونه به تر څو وي  ؟

  • دا  دردونه  به تر څو وي  ؟

  •  

  • ډيرو پريښي خپل وطن دی

  • خپله مينه خپل  ګلشن دی

  • د خپل پلار نيکه مدفن  دی

  • ځکه  جنګ دی  دلته جنګ دی

  • دا جنګونه به تر څو وي ؟

  • دا اورونه به تر څو وي ؟

  •  

  • دنيا  وخوت  آسمانو ته

  • پرمختګ لوړو سرو ته

  • د ژوند نوي   پړاوو ته

  • خو زمونږ  وطن  کی جنګ دی

  •   د اوږدو کلونو  جنګ دی

  • دا جنګونه