بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ
Afghanische Gesellschaft
in Österreich
|
|
په اتریش کی د افغانانو ټولنه
|
|
جـا معــــه
افـغانهای مقـیم اتریش
|
په اتریش کی ګرانو
میشتوهیوادوالو!
په نظر کی ده چه په اتریش په تیره
بیا د ویانا په ښارکی زموږ د ګرانو افغانانو د فرهنګی ټولینیز او د خیر ښیګڼی د
فعالیتونو په باره کی څه ناڅه معلومات پدی معلوماتی خبر پاڼی کی خپور شي۰
دا معلومات به ستاسو په همکاري
په نیږدی راتلونکي کی تکمیل او تاسو ته به
د همدی صفحی له لاری وړاندی شی،په ویانا کی
د افغانانو د ټولینیزو او اجتماعی ټولنو
د مسئولینو څخه
چه غواړی د دوی د ټولنی په مورد کی معلومات پدی معلوماتی خبر پاڼی کی خپور شی
هیله کیږی چه د خپلو اړونده ټولنو په باره کی د معلوماتو په برابرولو سره موږ سره
مرسته وکړی ۰
همدا رنګه تاسو کولی شی خپل
اعلانونه خبرونی او د خپلو ټولونو د
غونډو په اړه خبرونه په وړیا تو ګه د دی خبر پاڼی له لاری نورو
هیواد والو ته ورسوی۰
په نطر کی ده چه د بحثونو یو فورم هم
پدی پاڼی کی زیاد شی تر څو په اتریش کی زموږ هیواد والو ته
دا زمینه برابر شی چه د هجرت د ژوند پر مختلفو اړخونو یا د وطن په پیښو خپل
نظریی او وړاندیزونه خپلو نورو هیواد والو سره شریک کړي.
د یادولو وړ ده چه دا برخه په
اتریش کی د میشتو
ټولو افغانانو فرهنګی او ټولینیز پیښو ته ځانګړی شوی او د هسکو
ټولنه د نشر شوو مطالبو مسئولیت په غاړه نلری ۰
موږ ستاسو نظریو، انتقادونو ،
او رغنده پیشنهادونو ته سترګی په لار یو د خپلو نظریو او د معلوماتو د
لیږولو لپاره د لاندنی بریښنا لیک څخه استفاده وکړی.
afghans.vienna@gmail.com
|