اتریش کی
میېشت افغانانو ته زیری
هـ ل ١ / ٩ / ١٣٨٧| 2008-11-21
م
درنو افغانانو!۰
داتریش مرکز ویاناښار د مدینی جومات کی دافغان ماشومانولپاره هره شنبه او یکشنبه د
قرآن کریم زدکړه اونوری اسلامی لارښوونی د مجربو ښونکولخوا هلکانو او انجنو لپاره
په جلا توګه په پښتو او دری ژبو دتیرو دوه کلوه را په دی خوا الحمدالله په ښه کیفیت
تدریس کیږی.
هغوګرانو ورونو،خویندو او ماشومانو ته چی لا د دی پروګرام ځنی بی خبره او بی برخی
پاتی دي، خبرورکول کیږي چی د دی امکاناتو نه ګته واخلی او دی پروګرام کی زموږ سره
ګډون وکړی.
وقت : هره شنبه او یکشنبه د ۱۱ بجو نه تر ۱۳بجو او۳۰ دقیقو پوری
پته: د المدینی جوما ت کی Weisselgasse-28 1210- Wien
د نوم لیکلو او ډیرو معلوماتو لپاره اړیکه :۰۶۹۹۱۰۵۶۷۳۳۸ انجینر روح الله ظریف
اتریش کی« د افغانانو دکلتوري او
تعلیمي فعالیتونو مرکز» پرانیستل
هـ ل ١ / ٩ / ١٣٨٧| 2008-11-21 م
اتریش کی« د افغانانو دکلتوري او تعلیمي
فعالیتونو مرکز» پرانیستل
درنو او ګرانو هیوادوالو !۰
د لمړی خل لپاره په اتریش کی« د افغانانو د کلتوري او تعلیمي فعالیتونو مرکز»
پرانیستل کیږي. دی کلتوری او تعلیمی مرکز کی د افغاناکو لپاره د دغو امکاناتو
آسانتیاو موجود دی:
• د دینی چارو د زده کړی لپاره مجهزه ټولګي او درسی مواد .
• د ادبی غونډو ،مشاعرو ،سمینارونو،دقرآنشریف ختمو او ..... لپاره د 150-200کسانو
لپاره مجهز ځای د مورنۍ ژبو زده کړی لپاره مجهز ټولګي.
.
• د افغان کمکیانو لپاره په مورنۍ او الماني ژبی وړکتون . ( د قرآنکریم ،اسلام
اوعربی ژبی زده کړه په ماشومانو تطبیق کیږی) . د هغو کورنیو چی عواید یی کم وی
مصارف یی دولت ورکوی.
• د ښونځیو زده کونکوهغو ماشومانو ته چی سن یی تر ۱۶ کلو تیټ وی دماسپښینی ځانګړی
درسی ټولګۍ ((Hort . چی لمړی دغرمی دوډۍ ماشومانو ته ورکول کیږی او بیا درسی،عبادتی
او سپورتی پروګرامونه پی تطبیق کیږی. د هغو کورنیو چی عواید یی کم وی مصارف یی دولت
ورکوی.
• د ماشومانو او ځوانانو د سالمو مصروفیتو پراخی آسانتیاوی او صحی روزنۍ لپاره
سپورتی کلپ .
• افغانی کتابتون .
• په څلور پایو کمپیوټرونو مجهز دفتر.
• د ښادۍ او غم لپاره پخلنځی او دپخلنځی وسایل (ګازي لوی اوجاغونه ، لوی دیګی،لوخی
او...
• د ښځینه اونارینه لپاره د ژبی، کمپیوټر او . . . زده کړی کورسونو ټولګي.
جومات، آشپز، ډم اوډیری نوری آسانتیاوی همدی یو تعمیر کی دیو چت تر لاندی ستاسو
ښاغلو اوآغلو لپاره . د دی امکاناتو نه څومره چی کولای شۍ ګټه واخلۍ .
له دی امله داتریش ټولو میشت افغانانو، د اد بی اوکلتوری خپلواکو ټولنو استازو،
فرهنګیانو او د فرهنګ او ادب مینوالو ته بلنه ورکول کیږی، چی د د دی مرکز پرانیستلو
مراسمو کی ملتیا او ګډون وکړی.
نیټه: د د نوامبر په د 30 یکشنبی په ورځ
وقت : 15:00
پته : د المدینی جومات تر څنګ Ndbahnanlage 4 1210- Wien
په اتریش کې
د افغانانو کلتوری او انتیګرسیون ټولنه جوړه شوه
هـ ل٣٠ / ٧ / ١٣٨٧ | 2008-10-21 م
په هغه غونډه کې چې د یکشنی د میزان په
نولسمه نیټه د ویانا د ښار په یووشتمی ناحیی کی جوړه شوی وه او په هغه کی د ویانا
د ښار او د شاوخواو د سیمو یو زیاد شمیرافغانانو ګډون کړی وه په اتریش کی د
افغانانو کلتوری او انتیګرسیون ټولنه جوړه شوه.
د غونډی په لمړي برخی کی د ټولنی د نوم ، اساسنامی او کړنلاری په باره کی د غونډی
د ګډون کوونکو له خوا هراړخیز بحث وشو چی د برخه والو د نظریو او پیشنهادونو په
پام کی نیولو سره د ټولنی نوم ، اساسنامه او کړنلاره د رایو په اکثریت تصویب شو.
د غونډی په دوهمه برخی کی د ټولنی د مشری د
انتخاب موضوع بحث ته وړاندی او په نتیجه کی محترم داکترملیار د ټولنی د مشر په
توګه، محترم انجینراسحاق آصف د مرستیال، محترم مصطفی سلطانزوی د ټولنی د منشی په
حیث او همدا رنګه یو شمیر نور د ټولنی د څانګو د مسئولینو اوغړو په توګه په آزاده
او د دموکراسي په فضا کی د رایو په اکثریت وټاکل شول.
په اتریش کی د افغانانو کلتوری او انتیګرسیون
ټولنه یو غیر ګوندي ناپیلې ټولنه ده چی هدف یی د افغانانو د کلتور، ژبی اوثقافت
وده او په اتریش کی د میشتوافغانانو د ستونزو د حل سره مرسته ده.
په ويانا کې د مورنۍ ژبزده کړې په اړه پوهنغونډه
هره ژبه يوه شتمني ده
د 2008 يونسکو لخوا د ژبو کال
په پام کې ده چې داځل د مورنيو
ژبو د کال په وياړ، تر پاسني سرليک لاندې د اوتريش په پلازمېنه وين (ويانا) کې يوه
پوهنغونډه جوړه شي. په نوموړې پوهنغونډه کې به دغه پوهان خپلې ويناوې واوروي:
ويناوال:
ماستره بېتينه روسبخه، يونسکو،
د ښوونيزې او پوهنيزې څانګې مشره:
Mag. Bettina Rossbacher (Ö. UNESCO-Kommission)
- د يونسکو لخوا د ژبو کال - د ژبو وده، پالنه او ارزښت
پوهاند ډاکتر رودولف دې سيليا،
ويانا پوهنتون، د ژبپوهنې دڅانګې استاد:
Prof. Dr. Rudolf de Cillia (Universität Wien)
- د ټولنيزې ژبپوهنې او ژبزده کړې د څېړنيزو دلايلو پر بنسټ د مورنۍ ژبې د زده کړې
اړتيا
ماستره ايلفي فلېک ، د اوتريش
د ښوونې او روزنې وزارت:
Mag. Elfie Fleck (BMUKK Wien)
- د مورنۍ ژبې زده کړه
- د اوتريش په ښوونځيو کې له رښتي (حقوقي) او سازماني پلوه د مورنۍ ژبې د زده کړې
لپاره شرايط
ښاغلی امين الله دريځ، د ويانا
په ښوونځيو کې د پښتو ژبې ښوونکی:
- په کلتوري اړيکو کې د مورنۍ ژبې دنده
په دې توګه، د افغان ولس
کلتوري ټولـــنې لخوا په اروپا کې ګردو مېشتو افغانانو، ليکــوالو، څېړنوالو،
رسنوالو او د پوهې او فرهنګ ټولو مينه والو ته په درناوي خبر و بلنه ورکول کېږي چې،
په دغه ارزښتمنه پوهنغونډه کـــې د خپل رغنده ګــډون وياړ را وبښي .
په درناوي
د ټولنې د مشرتابه جرګه
نېټه: ۱۵/۰۴/ ۲۰۰۸ د مۍ مياشتې پېنځلسمه
مهال: د پنجشنبې ورځ د ماښام شپږ بجې ( ۰۰: ۱۸بجې )
Kolpinghaus, Gentzgasse 27, 1180 Wien ځای: ويانا- اوتريش
Tel.: 0043/ 664 60 806 603 0043- 2732 90 953
afghan_wulas@yahoo.de
برېښليک:
يادونه: لکه څنګه چې خبر ياست، تېر کال د «افغان ولس کلتوري ټولنې» په پرله پسې
هڅو، د پښتو ژبې د مينه والو په هر اړخيزه مرسته او د اوتریش د ښوونې او روزنې
وزارت په پرېکړه د وين په ښوونځيو کې د افغان زده کوونکيو لپاره پښتو ژبزده کړه په
رسمي توګه پيل شوه. دا دی، اوس دغه زده کړه پرمخ روانه ده او زده کوونکي په ډېره
لېوالتيا برخه په کې اخلي. نوموړې زده کړې هره اونۍ د دوشنبې او جمعې پر ورځو په
لاندينيو ښوونځيو کې پرمخ بېول کېږي .
1210 Wien, Mengergasse 33 او 1010 Wien, Neilreichgasse 111
په دې توګه، د زده کوونکيو کورنيو مشرانو ته په درناوي خبروبلنه ورکول کېږي چې د
راتلونکي ښوونيز کال لپاره د پښتو ژبزده کړې لپاره د خپلو لوڼوــ زامنو ګډونپاڼې
ډکې او د پښتو ژبې ښوونکي ته يې وروسپاري.
هغه کورنۍ چې لاتر اوسه يې د پښتو ژبزده کړې لپاره د لوڼوــ زامنو ګډونپاڼې نه دي
تر لاسه کړي او يا لا تر اوسه ناخبره پاتې دي ، هم کړای شي چې په خپل راتګ او د
ګډونپاڼو په ډکولو سره له دغه بهير سره همغږي شي.
ګډونپاڼې د پورتنۍ پوهنغونډې پر مهال هم تر لاسه کولای شئ. د نورو مالوماتو لپاره
له موږ سره اړېکي ټينګولای شئ
خبر تیا
نیټه د مارچ ۲۶ ۲۰۰۸
د مارچ د میاشتی په دیرشمه نیټه میلاد
النبی ص د المدینی په جومات کی نمانځل کیږی، ټولو افغانانو خوندو او ورونو ته
بلنه ورکول کیږی چه پدی متبرک محفل کی په خپل ګډون سره په صواب او برکت کی ځان شامل
کړی
وخت
- یکشنبه د غرمی یوه بجه د مارچ د میاشتی ۳۰
څای
ـ د الا ظهر بین المللی مکتب د المدینی جومات سره جوخت
انجینر ظریف صافی
پوهنیزسمینار:د استاد الفت دیرشم تلین په ویاناکي
مشاعر ه د اروا ښاد استاد ګل
پاچاه الفت د مړینې دیرشم تلین په ویانا کی داطریش د افغانانو لخوا
د2008 کال دمارچ دمیاشتې په 16 نیټه
وقت : دمازدیګر۴بجو نه
Novdbahanlage 4 ; 1210- Wien; Weiselgasse 28 -: د سمینار پته
دالحضر اسلامی ښونځۍ اول منزل دمدینې جومات سره جوخت
:د مقالواو اشعارو ثبتولواو نورو معلوماتو
لپاره اړیکی
rohullahzarif@hotmail.com
Skraupstrasse 24/17/13 ; 1210´-Wien
۰۶۹۹۱۰۵۶۷۳۳۸ -: انجینر روح الله ظریف ساپۍ
069911190525-: روښان ساپۍ