کلتوری او د خیرښیګڼی ټولنی

 

Afghanische Gesellschaft in Österreich

په اتریش کی د افغانانو ټولنه

جـا معــــه افـغانهای مقـیم اتریش

  شاعران او ټولینیز شخصیتونه

کلتوری او د خیرښیګڼی ټولنی

ځائی خبرونه او پیښی      

  د اتریش  په باره کی معلومات

  د افغانانو پلورنځي او رستورانونه

   د افغانانو د جوماتونوادرس 

  لمړی مخ

   په اتریش کی د میشتو افغانانو په باره کی عمومی معلومات

 


 

د اتریش په پلازمینی (  ویانا ) کی د میشتو افغانانو یو شمیر کلتوری او د خیر ښیګڼی ټولني اوسازمانونه موجو دي چه  مختلف کلتوری اجتماعی  او د خیر ښیګڼی  فعالیتونه  سر ته رسوي، د ځینو ټولنو نومونه  دا دي :

 

په اتریش کی د افغانانو د خیر ښیګڼی کمیسیون  

  د افغان ولس کلتوري ټولنه

د افغان سید جمال الدین  کلتوری ټولنه

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقوقو د حمایی ټولنه ـ ګوراف

اتحادیه حفظ حقوق زنان و کودکان افغان

د افغانستان د ښوونځیو د بی وزلوماشومانو سره د مرستی ټولنه - هسکو

کانون فرهنگ  افغان در اتریش

کانون فر هنگی هنری جوانه

اتحادیه پناهندگان ملی و دموکرات افغانهای مقیم اتریش  - حریت

او یو شمیر نور

انشا الله په راتلونکی  کی به د هری ټولنی په باره کی یو څه   معلومات د نورو هیواد والو د خبرتیا  لپاره د دی خبر پاڼی له لاری خپور شي، د ټولنو له مسئولینو څخه  هیله کیږي چه نوموړی معلومات موږ ته  واستوي۰ 

 


په اطريش  کی  د افغانانو د خير ښيګڼی کميسون 


 

استوونکی :  انجینر عبد الخالق ساپی

بِسْمِ اللَّهِ  الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ

 سريزه

ګرانو او قدرمنو هيوادوالو!

لکه څنګه چه تاسو ته معلومه  ده  له  دری  لسيزو څخه  را پديخوا  جګړی  زمونږ  دهيواد ټول مادي او معنوي  شتمنی  زيانمنی کړي   او ولس  مو ددي  غميزی  په  درشل  کی  چه  لا تر اوسه  دوام  لري   د   ډول  ،  ډول  غمونه  او  ستونځو  سره  لاس  په  ګريوان   دی  .  يو ه  له  دغو  ستونځو  څخه  زمونږ د ګڼ  شمير هيوادوالو  کډوالي  ده    ، چه  ددۍ غملړلۍ  جکړۍ  په پايله  کی  د راز  راز   ګواښونو له  وجۍ   بهرنيو هيوادونو ته  کډوال  شول . اطريش  هم يو  له هغه هيوادونو  څخه دی  چه ګڼ شمير  افغانان  په  کی  د کډوالی  شپۍ  او ورځۍ  تيروي  .  په اطريش  کی ميشتو  افغانانو د خپل ټولنيز ژوند  په  ټولو  برخو  کی دا  ښودلی  چه  دوی  د يو  ګډ  کور  بچيان  دي  او يو بل  ته  ئی  د غم او  ښادې  په شيبو  کی  ځان  رسولی  او زيار اوباسي چه    خپل  يوالی  او ورولي  په  راتلونکی  کی  هم  په ښه شان   لکه  لوې   شاعر سعدي   صاحب چه وايی :

بني  ادم  اعضای  يک پيکر  اند          که در افرينش   ز يک ګوهر اند

چه عضوی  به  درد اورد روزګار          ديګر عضوها را نماند  قرار

وساتي .

درنو هيوادوالو!

ژوند هغه  لوې  او تر ټولو څيزونو شرين  نعمت  دی  چه الله  تعالی  خپلو بنده ګانو ته  ډالی  کړی  او مرګ هم  د ژوند په څنګ  کی د  الله تعالی  حق او رضا ده چه هيڅ  ژوندی موجود تری ځان نشي  ژغورلی  او تر هر  څه تريخ  دی   په خاص   ډول  د  پرديس    مرګ    چه واقعآ  ډير تريخ تماميږی  . د پښتو لنډی دا مرګ  داسی تمثيلوی  :

مسافر مه وژنه  خاونده      چرته به  ئی ميندی د ديدن تمه لرينه

هو ! لکه څنګه چه د پرديسی ژوند سخت  دی  مرګ ئی  لا نور هم  دردونکی دی ، وجه خو دا ده چه  په  پرديسی کی  کورنی چاپيريال  محدود  وي  او  دلته  يواځی  افغانان کولای  شي يوبل ته  دغم او ښادی په شيبو کی دا خلا ډکه کړي  .

لکه  څنګه چه معلومه  ده زمونږ  يو تعداد خويندی  او  ورونه   کله چه په حق  ورسيږی  د خپل  وصيت  په اساس  يا دلته   د اطريش   په   اسلامي  هديرو  کی  بايد  خاورو  ته  وسپارل  شي  او  يا  هم    د خدای  بښلي  جنازه افغانستان  ته  وليږدول  شي ،  نو  په  دواړو  حالاتو  کی  زمونږ  افغاني  کورنيو ته  په  يواځی  ځان   ددی  غم   انتظام  او مالي  لګښت   ډير  سخت  تماميږي  .

نو ددي کار د ښه انتظام  په خاطر په ويانا  کی   د يو تعداد ميشتو افغانانو  په  نوښت    دافغانانو خير ښېګڼی  کميسونايجاد کړه.

دا ټولنيز جوړښت  د هر ډول سياسيـی  ـ     سمتي  ـ  قومي  ـ   ژبني   توپيرونونه  څخه  خلاص  او ټول  افغانان به  په کی  د يوۍ  کورنی  د غړو په شان  را ټول  وي  . يووالی زمونږ  د بري  زامن  دی

په اطريش  کی  د افغانانو د خير ښيګڼی کميسون  کړنلار  

لمړی ماده ددی  ټولنيز  جوړښت  نوم   :   په  اطريش  کی  د افغانانو  دخير ښيګڼی کميسون  دوهمه ماده:  د کميسون  اصلي  دفتر  :  ويانا ښار  او  د ضرورت  په  وخت  کی  دا کميسون کولای  شی  خپلی  څانګی   د اطريش    په نورو  ايالاتو  کی پرامنځی  .

د غړيتوب  شرطونه  :

1_  هر افغان کډوال   چه  خپل قانوني  عمر   ( ١٨) کاله  ئی  پوره کړی وي  ددی  کميسون غړی  کيدلی شي .

٢-   هر  هغه  نارينه  او ښځينه  اولاد  چه  د کورنی  څخه  جلا  او ځانته  مياشتنی  عايد ولري  د ټولنی  په وړاندی  د يوی مستقلی  کورنی  اعتبار لري  او  د  ( ج-٢     )  ماده  په  اساس  کولای  شي  دکميسون  غړی  شي  .

د کميسون  د غړو حقوق :

١- دکميسون هر غړې  حق لري  چه  دکميسون په ټولو عمومي غونډو کی ونډه واخلي  او خپلی  نيوکی  او وړانديزونه د کميسون د پريکړو په  وړاندی  په  ازادانه  ډول وړاندی کړي  .

٢- د کميسون  هر غړې  حق  لري  چه  ځان  او يا بل کس  دکميسون  اجرائيه شورا  او  د چارو د انتظام  شورا ته  کانديد  کړي  .

٣- د کميسون هر غړی حق  لري  ، چه  د کورنی د يو غړي  دمرګ په  صورت کی ،خاورو ته  دسپارنی  مالي لګښت  غوښتنه   په  اطريش او يا هم  دجنازی  د ليږدونۍ  لګښت افغانستان  ته په ليکلي  ډول  د مالي چارو  دلايحی  سر ه جوخت   دکميسون د اجرائيه شورا څخه  وکړي  .

٤- دکميسون  ټول غړي  د مرګ  په  صورت  کی  د مالي  لګښت  د مساوي  حقونو څخه  د اجرائيه  شورا  په  وړاندی  برخمن  دي .

د کميسون  د غړو دندۍ :

١- د کميسون هر غړې  دنده لري  چه، ځان  د کميسون  په  کړنلاره او تګلاره  پوه  او د هغه په  سرته  رسولو کی  زيار  وباسي .

٢-  هر غړې  دنده لري  ،چه  خپل  او که  د کورنی خاوند وي  دکورنی  د غړيتوب   غوښتنليک کميسون ته وسپاري . غوښتنليک  بايد د پاسپورت  او يا کدوالی  د اسنادو له مخی  وليکل شي .

٣-  د کميسون غړي دنده لري  ، چه د اجرائيه  شورا     ټولی  پريکړی  ومني  او دهغو په  پلي کيدو کی زيار وباسي  .

٤- د کميسون هر غړې  بايد خپله  مياشتنی  ونډه چه   د  مالي  چارو په لايحه کی  ټاکل  شوی  دمياشتی تر  پاې  د کميسون  په بانکي حساب  وليږدوي  ، دری    مياشتنی،شپږمياشتنی  اوکلنی  ونډه ورکول  هم  مجاز دي .

٥- د کميسون ټول غړي داجرائيه  شورا په شمول   دنده  لري  ، چه   د خداې  بښلي  په جنازه او فاتحی  کی  فعال  ګډون  وکړي  .

د کميسون  جوړښت 

د کميسون په جوړښت کی  لاندی  ارګانونه شامل  دي :

الف- عمومي غونډه: چه دا  د کميسون  تر ټولو  لوړ  مقام دی   چه  د هرکال  په اخر کی  يوځل  د اجرائيه شورا لخوا رابلل  کيږي او غړو د دو ثلثو په موجوديت کی دايريږي  .

د عمومي غونډی  دندی  :

١-د اجرائيه  شورا د کلني  رپوټ  اوريدل  ( کړنو او مالي لګښتونو)

٢-په تګلاره او کړنلاره کی د نوي بدلونو په  اړوند پريکړی(  د ډيره کيو په هوډ)

٣- د اجرائيه شورا د مشر  او غړو ټاکل ( د ډيره کيو  په هوډ)

ب- اجرائيه شورا  : د دو کلنيو عمومي غونډو تر منځ  د کميسون  ټولی چاری رهبري کوي ، او د عمومي غونډی  په وړاندی  مسوليت  لري  او په کال  کی  څلور  عادي  غونډی  کوي  دضرورت په وخت کی  ځانګړی  غونده رابللی  شي  .

داجرائيه شورا دندی

١-اجرا ئيه  شورا  دنده  لري  چه  د خداې بښلي  د مړينی  ټولۍ  اداري  چاری  پوره  او د خاورو  سپارلو پوری  په اطريش  او  د ليږدونی  پوری افغانستان ته     د هغه  د کورنی  چاری  سمبال  کړي .

٢-  د خداې بښلي  خاوروته  د سپارلو لګښت  په اطريش  کی  او يا د جنازی  د ليږدولو لګښت هيواد ته د اجرا  ئيه  شورا له دندو څخه شميرل کيږي .

٣- د خداې بښلي  خاورو ته  دسپارنی  او يا دليږدونی د مالي لګښت  صورت حساب جوړول  داجرائيه شورا دنده ګڼل کيږي .

٤- اجرائيه شورا دنده لري چه  دکميسون د غړو مياشتنی ونډه وخت  په وخت  کنتر ول    او د سر غړونکو سره  ددی  کړنلار ی په رڼا کی  چلند وکړي. .

٥- اجرائيه شورا دنده لري  چه د امکان په  صورت  کی  دنورو خيريه ټولنو څخه  دکميسون دمالي حالت  دښه کيدو په خاطر  مرستی  تر لاسه کړي.  .

د اجرائيه شورا واکې  :

١-  اجرائيه  شورا  د خداې بښلي  خاورو ته د سپارلو  (اطريش کی) او يا ليږدولو(هيوادته) دمالي لګښت  د ټاکلو واک  لري  . خو د ټاکلو دا واک  به د ټولو غړو لپاره يو شان  پکار اچوي .

٢- اجرائيه شورا د دی  کميسون  داصولو څخه  د سرغړونکو  د اخراج  واک لري .

٣- اجرائيه شورا  د ځانګړۍ  عمومي غونډی  د رابللو واک  لري .

ت- د انتظام  څانګه:

دا څانګه  به د اجرائيه شورا په سپارښتنه  د خداې  بښلي  دجنازی  د مراسمو او فاتحی  د مراسمو ټولۍ چاری  ددری  ورځو په  موده کی په  دوديز  ډول  سازماندهي  کوي  .

دا څانګه پينځه تنه غړي  لري .

 ج-   مالي چاری

مالي چارۍ  د اجرائيه شورا او د هغه په غيابت کی  دهغه مرستيال  پر مخ بيائي .

١-د کميسون مالي بوديجه  د غړو د مياشتنی  ونډی ، دشموليت  ونډی،بسپني  او دنورو خيريه ټولنو د مادي  امداد څخه  جوړيږي .

٢- د هر غړي مياشتنی  ونډه  لس  ايرو او دشموليت ونډ ديو ځل  لپار  لس  ايرو ټاکل شوی ده.

٣- که د ټولنۍ يو غړې  دری مياشتۍ ونډه په متواتر  ډول  غير له معقول عذره ورنکړي  د کميسون څخه اخراج  او د هيڅ  امتياز څخه نه  برخمن  کيږی  .

٤-د بانکي حساب څخه  پيسۍ يواځی  د  دی کميسون  دغړو د مرګ  په  صورت  کی  د دری  کسيز  مالي    هئيت  صلاحيت  دی .

٥- د ری  کسيز مالي  هئيت  عبارت  دی له : داجرائيه شورا مشر، داجرائيه شورا مرستيال   او دانتظام  د څانګۍ يو غړې .

٦- دکميسون غړو ته  د مړينۍ په وخت کی  دمالي  بوديجی  د  دری  برخو څخه  يوه  برخه  بلا عوض  ،يو بر خه  دقرضۍ  په توګه  ورکول کيږي  او يو ه  برخه په بانک کی  پاته کيږی  .

٧- دمالي بوديجۍ څخه  يواځی  دکميسون  غړي  چه په اطريش  په حق  رسيږي  استفاده کولی شي.

دکميسون  ړنګيدل  :

که چيری  کميسون  خپلۍ دندی  ونشي کولی  سرته  ورسوي  د عمومي غونډۍ لخوا ړنګ  او بانکي شتمني  ئی  رسمأ د سره صليب له طريقه  د افغانستان د پوهنۍ وزارت  او يا په  مستقيم  ډول  د هيواد ښونځيو ته ورکول  کيږي  .

                                                                             پاې

 

 

 Top       Mainpage