د سولې پیغام په هکله   

  د سولي په هکله لیکنې

 اشعار در مورد  صلح

  د سولی  په هکله شعرونه

  کور

اړیکی

 د سولی نغمئ

د سولی جرګی  د سولی  وړاندیزونه     د سولې پیغام کتاب

                                                        د سولی په هکله شعرونه  

 

   

د دی جګړو له لاسه              

 نور دی جګړو له لاسه                          

 هر یوانسان ستړی دی                          

 هلته زموږ وطن کی                           

 هریوافغان ستړی دی                           

 

ا نسان لا پریږده چی نن                         

 ځمکه آسمان ستړی دی                           

  د دی اوږده ناورین نه                            

وخت اوزمان ستړی دی                         

   ګلان په اور کی سیزي                          

   چمن بوستان ستړی دی                        

       ځای هدیرو که نسته                              

   غراو بیابان ستړی دی                       

 

 مه وړې ماشی ته نورلاس                  

 بس کړې روان جنګونه                     

 په کلیومه شیندی اور                      

 مه ورانوۍ کورونه                        

 

 چی دی جګړو له لاسه                  

 له دی قتلو له لاسه                     

 نن هر افغان ستړی دی                   

 هر یو انسان ستړی دی                   

* * *                            

ح خالد  ویانا                                   


انسان مه وژنئ

مه وژنئ بی ځایه انسان مه وژنئ

نور دا جنګ ځپلې افغان مه وژنئ

بس کړۍ بمباری زموږ په کلیوکی

دا د کلي خـړ ماشـومان مه وژنئ

هرماشوم یو ګل دی د وطن د بڼ

دا زموږ د هیلو ګـلان مه وژنئ

هرانسان چی وژنئ ټول عالم وژنئ

ښار او د کوڅو لارویان مه وژنئ

هر خواته چی ګورې هدیری ډکی

نور زموږد خاوری بچیان مه وژنئ

کورکلی مو وران شو په جنګونو کې

رحم وکړئ خوار بزګران مه وژنئ

جنګ جګړه د ستونزو د حل لار نده

خوشی مو زاړه او ځلمیان مه وژنئ

پریږدئ چی د سولې لمر راوخیږي

دا زموږ د زړونو آرمان مه وژنئ

ای په جنګ کی ښکیلو خالدغږ واورئ

خدای ته ګورئ نورافغانان مه وژنۍ

* * *

ح خالد و یانا / ۳۰ /۱ /۲۰۱۰


 

دا جنګونه به تر څو وي ؟ ؟ ؟

وطن  وران شو په جنګونو
په مايــنونـــو پــــه بمونـــو
ماشينګنو پـــه اورونـــــــو
په ځـــان مرګــو بريدونــــو
دا جنګونه بـــه تر څو وي؟
دا  دردونه  بــه تر څو وي؟


ماشومان مو يتيمان شـــول
په کوڅوکي سرګردان شول
پوهی زدکړی په ارمان  شول
دا جنګونه بـــه تر څو وي؟
دا  دردونه  بــه تر څو وي؟


ډيرو پريښي خپل وطن دی
خپله مينه خپل  ګلشن دی
د خپل پلار نيکه مدفن  دی
ځکه 
کور کلي کی جنګ دی
 دا جنګونه بـــه تر څــو وي؟
دا اورونــــه به تـر څــــو وي؟


دنيا  وخوته  آسمانو تـه
پرمختګ لوړو سرو ته
د ژوند نوي  پړاوو تـــه
خو زموږ وطن کی جنګ دی
  د اوږدو کلونو جنــګ دی
دا جنګونه بـــه تر څو وي؟
دا  دردونه  بــه تر څو وي؟


وطن وران شو ﻻ ورانيږي
د امیراث  مــو دپــلرونـــو
په لوی بحر کی  ډوبيږي
شتــمني  مـو د نيــکونــو
په اوبـــو کی ﻻهـــو کيږي
څاڅکی وينــه چه تويږي
د خالد زړه  پـــری ځوريږي
دا جنګونه بـــه تر څو وي؟
دا  دردونه  بــه تر څو وي؟

خالد


وطن به جوړ نشي

   

څو چی افغان سره یو ورورنشي

وطن مو پلار وطن مو مورنشي

خواره واره مهاجر په کور نشي

یتــیم پــه وچه ډوډۍ مـوړنشــي

 

زموږ ویجاړ وطن به جوړ نشي

دا سپیره باغ به مو سمسور نشي

 

څو چی فساد جړلۍ په اور نشي

وطن خدمت  په هر یو پور نشي

چارواکۍ خلکو له غمخور نشي

جـفا وطـــن ســــره پیغور نشي

 

زموږ دا وران وطن به جوړنشي

دا سپیره باغ به مو سمسور نشي

 

څوچی دجنګ اورهلته سوړنشي

د سولی لمروطن کی خپور نشي

د زورواکانو واک نسـکور نشي

پلـی قـانـون اول په ورور نشـي

 

زموږدا وران وطن به جوړنشي

دا سپیره باغ به مو سمسور نشي

 

څو د ورورۍ ناری هر لورنشي

بیا د جرګو مـره کو شــور نشي

پښتون تاجک هزاره ورور نشي

هر یو د بـل د سترګو تــور نشي

 

دا زموږوران وطن به جوړ نشي

دا سپیره باغ به مــوسمسور نشي

*  *  *


 

افغانانو!

افغانانو سر ه لاس  ورکړی  یو بل  ته
دا
ګوټ مات کښتۍ را وباسئ ساحل ته

د زمان کاروان روان دی نه دریږي
په جنګونو سړی نه رسې منزل
ته


د دوبۍ او سنګاپور ننداره وکړئ
بیا نو وغوړوئ سترګی خپل کابل ته


دا یوه لو یه بد بختې ده چې راغلې
جهاد وایو هر تخریب او ورور وژل ته


پوهې زد ه کړې مرکزونه سیزل کیږي
که یې نه منی ورځي غزني، زابل ته


د ې وطن کې عدالت به هله راشي
چې پناه نه وي ډاکو، غل او قاتل ته


دا وطن زخمي زخمي په زړه چاودلی
زر یې وژغورئ یا لویږي بحر تل ته


دا بیمار وطن به هیڅکله جوړ نشي
څو طبیب نشو وطن دارو درمل ته


د خالد زړګی به هغه  وخت  آرام  شي
چې دسولې ګلان راوړی یار اوربل ته

*  *  *

خالد

 

Mainpage      HASCO

 
 
 

.   Address : The Message of Peace, P O BOX  5984 Kabul Afghanistan, Email:  peace.activist@yahoo.com