د سولی پیغام په هکله

  د سولي په هکله لیکنې

د سولې پیغام کتاب

  د سولی  په هکله شعرونه

  د سولی آواز

در باره  نویسنده

 د سولی نغمئ

اشعار در مورد  صلح  پیشنهادات صلح

    روز بین المللی صلح /Peace TV

               

                    د سولي په هکله لیکنې   

 

سوله د وطن او خلکو لمړنئ اړتیا  

پدی ورستیو ورځو کی  په ځینو  ویب پاڼو کی یو ډیر ښکلی لیکنه  د (سوله او امن - دانساني ټولنې ستړې اړتیا  ) تر سرلیک  لاندی  خپور شوی چی  په رښتیا سره  هم زموږ دټولنی واقیعتونه په کی انعکاس موندلی  دی ، سوله  د هری ټولنی په تیره بیا ز موږ د جنګ ځپلی ټولنی لمړنی اړتیا ده ، نن  زموږ د وطن هر اوسیدونکی  که د ښوونځي  زده کونکې  دی  او یاد دولت  کارکونکې ، د وطن د  لرې سیمی  یو کرونګر  دی  یا د ښار  سوداګر  ټول هیواد وال له هر  شي نه زیاد  سوله ایز  ماحول او امن  ته  ضرورت لري.
 
 که   په  یوه هیواد کی امنیت نوی څرنګه به  دهغه  هیواد ماشومان  چی  د ټولنی راتلونکي دي  ځان   د علم او معرفت په ګاڼه سمبال  او  هیواد ته  د خدمت  لپاره ځان  چمتو کړي، که په یوه ټولنه کی  سوله او امنیت نوي  څرنګه به  په هغه ټولنی کی  علم او فرهنګ ، کرهنه،صنعت  تخنیک  او سوداګري پرمختګ ومومي  او   هغه هیواد  به د پرمخ تللو هیوادو کاروان  ته ځان ورسوي ،له همدی امله  نن زموږ  هیواد کی  اوسنی جنګ  او د وینی  بهیدو  بهیر  زموږ  د ټولنی اصلی  ستونزه  او  ننګونه  ده  او د ا  د ټولو افغانانو په تیره بیا د ټولینیزو رسنیو  دقلم  د  خاوندانو   د ویب پاڼو د مسئولینو او  د هر  وطنپال  افغان  ملی  او اسلامی دنده او اخلاقی وجیبه  ده  چی د دی ناورین  دختمیدو او وطن ته د سول
ی اوامنیت  د  راوستلو په  لاره کی د خپل  وسی تر اندازی پوری  له هیڅ   راز کوښښ  او هلوځلو نه  ځان ونسپموي  ۰

له نیکه مرغه زموږ یو شمیر  لیکوال  او ژورنالستان  تر اوسه  پدی لاره کی  ډیری  هلی ځلی کړي  او   زیادشمیر   ژورنالیستانو او لیکوالو  تر خپله وسه پدی لاره کی  هڅې کړي ، دا لیکوالان په خپلو  لیکنو او ادبی   اثارو کی  په  هیواد کی  د سولی او امنیت  اړتیا په مختلفو بڼو لوستونکو   ته په ګوته کړی او خلک یی  دسوله ایز  ژوند ، زغم او د افغانستان  د نورو ورونو  قومونو سره  د  سوله ایز  ژوند ته هسولي دي،  همدا رنګه  زموږ یو شمیر  ویب پاڼی هم  د سولی  د  آواز په رسولوکی  د هیڅ راز کوښش او هڅو نه ډ ده   نده کړی  چی  د  دی ویب پاڼو د  چلوونکو  هلی ځلی  د وطن د هر  اوسیدونکی لپاره  د قدر او ارزښت  وړ دی د اسلام مقدس دین هم  د  ( الصلح خیر) د مبارک آیت   په استناد خلک سوله ایز  ژوند او وروري   ته بولي  لدی نه معلومیږي  چی ټولنی کی  د سولی او خیر لپاره کوښش  او جد وجهد  زموږ د ټولو یو دیني فرض هم دی.

خو  د دوي تر څنګ بیا  زموږ  د ټولنی  ځینی د قلم خاوندان   د ی موضوع ته هسی چی ښائې  لا تر اوسه هم  پاملرنه نده کړی که موږ  د  دی لیکوالو لیکنو ته یو نظر واچوو  د دوی  لیکنو  زیاته بر خه   د سیاسی  ناندریو او  تکراري  بی نتیجی  بحثونو   ته ځانګړی شوی چی  هیواد او خلکو ته  ورنه هیڅ  کوم ګټه  او خیر نه رسیږی  دی  ډیری خواشنی  خبره  خو لا دا ده  چی  زموږ د هیواد او خلکو اصلی ستونزه   د  ځینو ویب پاڼو  د مطالبو په  لست  کی تر اوسه  بالکل   ځای ندی موندلی۰
 البته  زما موخه  د دی  لیکنی نه دا نده چی سیاسی ، فرهنګی ،  معلوماتی او ټولینیز  بحثونه دی په ویب پاڼو کی بالکل ځای ونلری  بلکه زما موخه داده  چی  موږ باید  د پورتنی مطالبو تر څنګ  د سولی   آواز هم  جګ  کړو ځکه  د سولی آواز  زموږ د وطن د هر  جنګ  ځپلی اوسیدونکي  خواست  او هیله ده .ترڅو به  زموږ  په  هیواد کی د بیګناهو انسانانو د وینی ویالی جاري وی؟ تر څو به  زموږ  ورونه او خویندی د خپلو عزیزانو  د  ویر او غم  په ټغر ناست وي ؟   تر څو به  افغانان  د جنګونو له ویری  په پردیو هیوادو کی د
هجرت او پردیسی   شپی ورځی تیروي؟   بالاخره  تر څو به زموږ  ماشومان  او تنکی ځوانان  د ښوونځي او صنف پر ځای د ښار  په سړکو او څلور لاروکی  خلکو ته  د خواست او درویزي لاسونه  اوږدوي؟   دا ده  زموږ د ټولنی اصلی ستونزه چی  باید هغه  زموږ د ټولو ډلیزو رسنیو  د چلوونکو  د هلو ځلو په سر کی  ځای ولري او هغه ته  لمړیتوب  ورکړي.

زما په نظر دا به زموږ  یوه لویه    تیروتنه وي که  پدی  دلیل چی دا  جنګ د بهرنیانو  جنګ دی  لاس تر زنی کښینو او  د خپل  ولس او هیواد د ورستي  تباهی نندارچي اوسو، زموږ ټولینیز رسنی  او مطبوعات  نن هغه  د قلم   زورور  ځواک  په لاس کی لري  چی کولی سی   د  جنګ  ټولو  ښکیلو  خواوی تر خپل اغیزی لاندی راولي  تجربه ثابته کړی چی زموږ رسنی  کولی سی او د دی قدرت لری  د جنګ پر ټولو غاړو اغیزه  ولري
نن  زموږ  هیواد نه یوازی  د دری لسیزو  د تباهیو  بیارغاونی ته ضرورت لری  بلکه    د ذهنونو  راغونی  ته چی  د دری لسیزو  جنګی ما حول تر منفی  اغیزی لاندی راغلي  د هر وخت  نه زیاته اړتیا لر
ي،  قریب دیرش کاله جنګ زموږ په ټولنی کی د جنګی کلتور د  ودی آمل ګرزیدلی  د دی  جنګی  ماحول  تر اغیزی لاندی  نن زموږ  په هیواد کی داسی جنګ پلوه  کړي  هم شتون موندلی  چی  یوازی جنګ پیژني  او  د  هغوی  د کاروبار  ژرنده  د بیګناه افغانانو د وینو په بهیر چلیږي  ،باید  زموږ هیواد کی  د وینو تویودو  بهیر تل جاری  وساتل شی  تر څو د دوی  د کاروبار  ژرنده  وچلیږی دا جنګ پلوه کړي  د ځینو هیوادو د استخباراتي شبکو تر لارښونی  هیڅکله هم  نه غواړی  زموږ  په  هیواد کی  دا   تباه کونکي  جنګ او ورور وژنی  ته د پای ټکی کیښودل شي.

بل  هغه کسان   زموږ  ټولنی کی  جنګو ته لمن وهي  چی  انسان وژنه  د دوي  عادت   او مرض ګرځیدلی  دی  ، داسی  کسان سړی ته  د هغه جلادانو قصه  رایادوی چی  انسان وژنه د هغه  عادت ګرزیدلی وو:   وایی پخوا زمانه  کی یو ظالم پاچا و  چی هفته کی یوورځ به  یی  خپل  مخالفین  د  جلادانو  په واسطه  له منځه وړل  دا  کار به په هفته کی همیشه  یو وار تکراریده  تر دی حده پوری  چی د ظالم پاچا  سړي وژنکو  په  دی کار بیخی عادت  کړی وو اوکله به  چی په کومی  اونی  کی  د پاچا  کوم  مخالف پیدا نشو نو د پاچا انسان وژنکو  به بیخی ناقراره  او مریض  شول   تر  څو ظالم پاچا  د جلا دانو  د ا ستونزه داسی حل  کړه  چی  په  کومی هفتی کی  به  د پاچاکوم مخالف پیدا نشو  درباریانو به یو شمیر  میږی  او اوزان  ( حیوانات )    د جلادانو  د انسان وژنی د  تندی د خړوبولو  لپاره   ښار نه  بهر یوی دښتی ته  وړل  او  جلا دانو به  د حیوانانو په  لیدو سره   ورباندی وداګل او په  تورو به یی  د حیواناتو سرونه له تنه  بیلوه او پدی صورت به یی خپل د وژلو  تنده  خړوبوله .

 په ډیره  خواشینی سره  چی د دریو لسیوز  جنګونو او وینو تویودو نه  پس  نن موږ په خپل هیواد کی  داسی کسان هم لرو  چی  جنګ او وینی تویول د هغوی  عادت   او مرض ګرځیدلی  هغوی هیڅ کله هم نه غواړي په افغانستان کی  سوله  او امن راشی.
نن هغه مهم او تاریخی  رسالت چی  د هیواد د قلم خاوندانو 
او  ټولینیزو رسنیو   پر اږو پروت ده هغه  زموږ د ټولنی ذهنی  بیا راغاونه  او په ټولنه کی  د سولی ، زغم  یوبل  سره  د مرستی  او خواخوږی  د روحیی او کلتور  بیا راژوندي کول  او ترویج  ده .
 ګران وطن کی د سولی او پخلاینی  په هیله .

حفیظ الله خالد


دجګړې تبلیغ ودروئ

ښایي ډیرپدې عقیده وي چې دویښ وجدان خاوند دجګړې اوغچ اخیستنې  دتبلیغ سره پردی دۍ اوهغه یوناوړه کارګڼي ۰ په رښتیا سره ډیر لږلیدل شوې  چې څوک ، کومه سیاسي ډله یا دولت نیغ په نیغه دجګړې اوتاوتریخوالي تبلیغ وکړي خوجګړې ته دخپلوعقیدتي باورونو، فکري اسارت اوهژمونیستي سیاستونوتراغیز لاندې داسې دلیلونه اوشعارونه وړاندې کوي چې دجګړې تداوم ، دجګړې اوغچ اخیستنې توجیه ته لاره پرانیزي  ۰

دسارې په توګه د( ۸ صبح ) په نامه دکابل څخه په خپریدونکې ورځپاڼه کې دً طالبان سزاوارمجازات یا مکافات؟ ً لیکنه ده چې په ځینوویب پاڼوکې دیوه په زړه پورې مطلب یا خبر په ډول هم نشرشوې ده اوهغې وهڅولم چې پدې اړه څوکرښې ولیکم ۰

  دنوموړې لیکنې محتوی پدې څرخیږي چې دطالبانو سره هیڅ ډول جوړجاړی ونشي داځکه چې هغوی سولې ته لیوال نه دي اوپه یولړجنایتونویې لاس پورې کړی دۍ۰ دلیکنې لیکوال داسې پوښتنې لکه دطالبانودبریدونوقربانیانو ته څه امتیازورکړل شي یا دبامیانو دبت برخلیک به څرنګه شي ؟ مطرح کړې دي ۰څرنګه چې لیکوال دطالبانوسره دجوړجاړي مخالف دۍ مانایې داده چې دهغوی دبشپړدمنڅه ورلوپورې بایدجګړې ته دوام ورکړل شي هغه جګړه چې غوڅ اکثریت قربانیان یې ملکي افغانان دي ۰ پردې بنسټ دطالبانوڅخه دغچ اخیستنې په نامه بایدبیګناه ملکي هیوادوال قرباني اوووژل شي ۰ موږدطالبانووروسته افغانستان کې دطالبانودځپلوپه نامه  دبیشماره زړه بوګنوکو پيښولکه دشینډنډ دعزیزآباددکلي ،دکندهاردژیړې ولسوالۍ ، ارزګان ، کنړ، پکتیکا ، کاپیسا، کندز اودهیواد په نوروسیموکې دبیګناه افغانانودډله ییزو وژنوشاهدان یو۰ پدې کې هیڅ شک نشته چې په وروستیو څه کم څلورولسسیزو کې مختلفوحکومتونو، سیاسي  اوپوځي کړیوداسې جنایتونه کړې دي اونن مهال هم دوام لري چې قلم یې دلیکلوڅخه عاجزدۍ چې طالبان اوداوسني حکومت نورمخالفین اوهمداراز اوسنۍ واکمنې ډلې پدې جنایتونوتورنې دي۰ دلیکنې دلیکوال دادعا پربنسټ چې دبامیانو دتاریخې مجسمودویجاړولوله امله چې طالبان دسزا وړدي هیڅوک دهغې څخه سترګې نشي پټولای ، آیا هغه زرګونه تاریخې آثار چې دکابل دموزیم نه  ورک شول دهغوی عاملان دسزا وړنه دي ؟ آیا هغه ډلوچې کابل په کنډواله واړاوه، دهیواد پیاوړی وسله وال پوځ یې منحل اودهغې ټولې درنې اوسپکې وسلې اونورتجهیزات یې دشخصي مال په څير دپيښورپه بازارونوکې خرڅ اودشپیتوزرونه زیات کابلیان چې زموږدګران هیواد دتولوقامونواوتبرونواستازي پکې ووژل شول دسزا وړنه دي ؟ اوولې دادبشردحقوقومدعي دهغې په اړه چوپه خوله دۍ اوڅه نه وایي ؟

    زما له نظره درسنیو،روڼ اندواودقلم اونظردخاوندانو دسترتنویري رسالت  سربیره دا مسؤلیت هم لري چې دجګړې اوتاوتریخوالي دفرهنګ خلاف خپل قلمونه وکاروي ، خلک دوستۍ اوورورګلوۍ ، ګډسوله ییز ژوند ته راوبولي اودسولې مخکښان وي نه داچې دسولې اوجوړجاړي دهڅوپرضددجنګسالارانواوجګړه مارانوپه چوپړکې ودریږي ۰ هغه ډله لیکوال ، څیړونکي اورسنۍ چې دافغانستان دکشالې حل دجګړې اوزورزیاتي اووسله والې لارې ویني دایوخوب ، خیال اوجنون دۍ ۰ آیا ددې ډول تفکرخاوندان  دروانې اوږدې بې ثباتۍ ، جنګ جګړو، افغان وژنې اوورانولو  نه دې ستړې شوي اوپدې کړیدلي ولس چې ددوومیلیونوزیات شهیدان یې ورکړل زړه نه سوزي چې دمخالفینوسره جوړجاړي ته ورسیږو اوهیوادته موسوله اوټیکاوراشي۰ هغه جګړه چې پدې میړني ولس تپل شوې ده  داددې ولس جګړه نه وه اونه ده بلکه داهغه تپل شوې جګړه ده چې موږدنورودایدیالوژیواوسیالیوپه خاطر وجنګیدواوجنګیږو۰ پرون  زموږلیکوال دخپلوعقیدتي باورونو، فکري اسارت اوسازماني تړاوونوپربنسټ دتاوتریخوالي اوجګړود مبلغانوپه رول کې راڅرګندشوواونن هم دپخواپه شان بیله دې چې دپرون څخه زده کړه کړې وي دپرون په څیر عمل کوي چې دخواشینی وړتریخ حقیقت دۍ۰ افغان ولس دواک اوځواک دخاوندانونه غواړي چې په هیوادکې دسولې دټينګښت په موخه خپلې هلې ځلې غښتلې اوپیاوړي کړي اودقلم اونظرله خاوندانو اودډله ییزورسنیوله چلونکونه هیله لري چې دسولې اوپوهاوي دمخکښانورول ولوبوي اودجګړې اوتاوتریخوالي خلاف تبلیغاتي کمپاین دهغوی دفعالیت اصلي اومرکزي ټکی واوړي ۰هغوی چې دخپلوایدیالوژیکي باورونواوفکري اسارت له  امله دمخالفانوسره دجوړجاړي سره مخالفت کوي ،دمخالفینودبشپړځپلوپلویان دي اودتقابل اومخامختیاپراړتیا ټینګارکوي په واقعیت کې په بل شوي اور غوړي تویوي چې دادجګړې لپاره تبلیغ دۍ ۰ دوی که دخپل ولس نیکمرغي اوددې اوږدې غمیزې پای غواړي ، ولس ، زمانه اوویښ وجدان ددوی نه غواړي چې دجګړې تبلیغ ودروي 

محمدآصف خواتی

                                   Mainpage     HASCO

 
 

       Address : The Message of Peace, P O BOX  5984 Kabul Afghanistan