د سولی پیغام په هکله

  د سولي په هکله لیکنې

  د سولې پیغام کتاب

  د سولی  په هکله شعرونه

    د سولی اواز

در باره  نویسنده

د سولی نغمئ                  

  اشعار در مورد  صلح      پیشنهادات صلح 

   ر وز بین المللی صلح /Peace TV

 

 

 

 

 

 

 

  حفیظ الله خالد

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

      

والصلح خیر

د سولی پیغام په هکله

 د سولې پیغام کتاب

زموږ جنګ ځپلې  ټولنه په اوسنيو شرایطو کی نه یواځې اقتصادی بیاراغونې ته ضرورت لري  بلکه  د خلکو روحي او ذهني راغونی ته هم د ټولو نه زیاد اړتیا ده ، له بده مرغه  دری لسیزو جګړو زموږ د هیواد د اقتصادي بنسټونو د ویجاړولو تر څنګ زموږ د خلکو پر ذهنونو او کړووړو باندی هم  ډیره منفی اغیزه کړې او زموږ په ټولنې کی یی د سوله ایز ژوند، زغم  ،ورورګلوۍ  او د یو بل سره د اړتیا په وخت کی د مرستې  او لاس نیوی  روحیه چی زموږ د ویاړلي کلتور او دود اودستور یوه برخه وه   ډیره کمزوری کړې ده .
د هیواد اقتصادي راغونې لپاره بهرنۍ مرستی هم پکاریدلی شي خو د ټولنی ذهني راغونه  بیا یوازی د افغانانو کار دې پدی لار
ه کی هیڅ  کوم بهرنۍ هیواد زموږ مرسته  نشي کولې د ا د هیواد د هر شاعر لیکوال ژورنالیست  هنرمند او د ټولنې د ړوند آندي ملی او اسلامی دنده ده چی  دا   ارزښتونه  بیرته راژوندي کړي او په  هیوادکی دسولی او امنیت د راتلو پخاطر خپل ټول قوت پکار واچوي  پری نږدي   چې زموږ دا  ویجاړ  وطن نور هم د جنګ په سرو لمبو کی وسوزي او د هری ورځې په تیریدو سره د کونډو رنډو او یتیمانو په شمیر کی نور هم زیاتۍ راشي.

د سولی پیغام  ویب پاڼه  زموږ  په ټولنی کی د سولی او پخلاینی د پیغام د خپرولو او افغانانو تر منځ دجنګ تشدد او وینی بهیدو  پر ځای د سولی ، جرګی   تفاهم  او خبراترو د فرهنګ د خپرولو په  موخه  پر لیکه شوی  ځکه  لوی څښتن  په  خپل سپیڅلي کتاب  کی فرمائلي  و الصلح خیریعنی صلح بهتره ده ۰

د یادولو وړ ده چی د سولی پیغام پاڼه  د هیڅ کومی سیاسي  اوقومي ډلی ټپلی سره په افغانستان کی د ننه او یا بهر کوم ټړاو نلري  او بالکل یوه خپلواکه او بی پری پاڼه ده ، موږ  پدی آند یو چی په اوسنیو شرایطو کی  چی د  افغانانو  وینی هره ورځ  بهیږي دا د هر افغان بچی ملی او اسلامی  دنده ده چی  هیواد کی د سولی د راوستلو په لاره کی هر  هغه څه چی په وس کی لري  و نسپموي.

  د سولی د پیغام د چلونکي  په هکله :                                                                     

 دښاغلي حفیظ الله خالد لنډه پیژندنه !

  حفیظ الله خالد د مرحوم میرزا محمد الله  زوی د لغمان ولایت  په یوی منوری کورنې کی زیږیدلی، خپل ابتدائي زده کړی یی د کابل ښار د استاد بیتاب په ښوونځي او منځني زده کړی یی د انصاری په لیسه کی سرته رسولی دی ۰

د لیسی د فراغت نه وروسته  په  کال ۱۳۵۳  (۱۹۷۴ ) کی ښاغلی خالد د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کی  په کار پیل  وکړ مګر وروسته   د هغه  علاقۍ له  مخی  چی د حقوقو اوسیاسي علومو زد ه کړۍ سره یی  درلود  په کال ۱۳۵۴ لمریز کی  د کانکور د ازموینې له تیرولو نه وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کی شامل او په کال ۱۳۵۷  کی د هغه پوهنځی نه د لیسانس  په درجه  فارغ  شو۰

په کال ۱۳۵۸ کی  خالد د سوداګری وزارت د صادراتو د پراختیا  د نندارتونو په څانګی کی پکار وګمارل شو۰

په کال ۱۳۶۰ کی ښاغلې  خالدد  زیاتومسلکی تحصیلاتو د زده کړی  لپاره  د باندنیو چارو  د وزارت د دپلوماسی په انستیتوت که شامل او په کال ۱۳۶۲ کی د هغه انستتیوت نه  د دیپلوم  په اخستلو بریالی شو، وروسته  د مسلک  او تحصیل  له مخی  د باندینیو چارو په  وزارت  کی   د  مسلکي  دیپلومات  په توګه   په کار  وګمارل شو۰

په کال ۱۳۶۷   (  ۱۹۸۸)  کی د ژنیو د لوزنامی د لاسلیک کیدو نه وروسته کله چی د ملګرو ملتو د عمومی منشی دفتر کابل  او اسلام آباد کی د انګومپ  (    UNGOMAP) او بیا   د (  OSGAP) په نوم  پرانستل شو او ښاغلی بنین سیوان د ملګرو ملتو د سر منشی د ځانګړي استازی په توګه افغانستان کی د یوی بیطرفی اداری د جوړیدو په خاطر خپلی هلی ځلی پیل کړ ښاغلی خالد ته  د انګومپ د دفتر سره د اړیکو چاری وسپارل شو ، ښاغلی خالد د دریو  کالو په  موده کی   د ملګرو ملتو د ټیم  سره   وطن ته د سولی او روغی جوړی د راتلو په هڅوکی مرسته کړی خالد  د ملګرو ملتو د ټیم سره د هیواد مختلفو ولایاتو ته سفر او  د ملګرو ملتو دسرمنشی  د خاص استازی سره یی د هیواد  د مختلو شخصیتونو  د لیدو کاتو  او  مشورو زمینه برابره کړی   چی د همدی  خدماتو له وجی  هغه  د ښاغلي بینن سیوان  د دفتر لخوا په ستاینلیک  هم  ویاړل شوې دی۰له بده مرغه   د بنین سیوان د سولی پلان  د عملی کیدو په درشل کی د ځینو کړیو لخوا شنډ کړای  شو۰

په کال ۱۹۹۳کابل ښار کی  تنظیمي  جګړو  له  امله  خالد هم لکه  نورو زرهاو  افغانانو  خپل  هیواد پریښیدو ته  اړ  او له خپلی کورنئ سره اتریش  کی میشته شو ، د هجرت په کلونو کی هم  هغه  د وطن او خلکو درد وآرام ندی پریشې ۰

ښاغلې  خالد په کال ۲۰۰۲ کی په اتریش کی د افغانستان د یتیمو او بیوزلو ماشومانو سره د مرستی د ټولنی بنسټ کیښود، دا ټولنه  چی   د هغه ټول غړي  په رضاکارانه   ډول   د  وطن   اړو ماشومانو خدمت ته دانګلي په  ورستیوکلونو کی  سل هاو  یتیم او بیوزله افغان ماشومانو سره  بشری مرسته کړې۰ .

ښاغلی  حفیظ الله  خالد  د یو مستقل  افغان  په توګه  د بشري  خدمتونو تر څنګ  وطن کی  د  وینو بهیدو  د ختمیدواو خلکو منځ کی د سولی  او پخلاینی  د روحیی د بیا راژوندي کولو  په موخه   د خپلی وسی  په اندازه   هلی ځلی کړی  چی  د دی کوښښو نو په لړ کی  د ۲۰۰۹ کال د سولی د بین المللی ورځی په مناسبت د سولی پیغام د کتاب چاپول،  او د سولی په اړه په مطبوعاتو  کی د   مقالو او شعرونو خپرول   شامل دی۰

د سولی  پیغام  د  ویبلاک  پرانستل  هم د دی کوښښونو یوه برخه ده  چی زموږ په  جنګ ځپلی هیواد کی د سولی، پخلاینې او ملی  روغی  جوړی  د لارو چارو  د موندولو او افغانانو  ترمنځ   د سولی  زغم  او  ورورګلوئ  د روحیی  د بیا راژوندی  کولو په موخه پر لیکه شوی دی ۰.

۰

 

                                            Mainpage        HASCO                   

 
 
  Address : The Message of Peace, P O BOX  5984 Kabul Afghanistan