هغه ورځ بـه په وطن کی کله راشــي
چی خفه زړونه یو بل سره پخلا شي
نه دا جنګ، نه ورور وژنه ، دښمني وي
هر یو پرانیزی غیږ بــل ته خواپخوا شـي
زړونه یو شی ،هیلی یو، دردونه یو شي
یو د بـل زخمو تـــه پــټي شـــي ، دوا شــي
د ویرغـم کمپله ټوله شی وطـــن نـــــــــــه
د ژړا په ځای په شونډوکی موسکا شي
مهاجر ورونــه مو راشي خپل وطن ته
د هجرت توره شپه ختمه شي صبا شي
په هرګــوټ کی رغــاونــه آبــادي وي
دا وطن نورهم سرلوړی په د نیا شي
پخواني ویاړونه بیرته را ژوندي شي
یو ځــل بیا هیواد مو تاج د ایشیا شي
ننګرهار باغونه بیا ډک شـــي له خلکو
د پغمان او استالف میلی دور بیا شي
افغانان که د وحدت لاسونه ورکړي
د دښمن پلانونه واړه به رســـوا شي
د خالد آرمان به هله بیا پوره شي
چی د سولی لمر
راوخیږی
رڼا شي