لیکونکی
: حفیظ الله خالد
څه
موده مخکې د آريانا تلويزيون خپل د ( قصه های جنګ) يا د جنګ قصې خپرونه د
هيواد د يوې جنګ ځپلې کورنۍ د ژوند حالت ته ځانګړې کړې وه چې په ليدو سره
ېې د هر با ضمير او د احساس خاوند انسان په سترګو کی د غم او غصی اوښکی
جاري کيده دا قصه د هغو شپړو بيګناو يتيمانو او د هغوی د تورسری مور د
ژوند
د
غمناکه
سرګذشت وه چې
څو موده
مخکی د کابل د ښار په يو ځانمرګي بريد کی د دی کورني يوازنی ډوډي ګټونکی
خټګر پلار د يوې ځانمرګي بريد قرباني او خپل بی
وسه کورنی ېې د وير او غم په ټغر کينوه
که څه هم د خدای بښلی صفی الرحمن کورني د زياتو شتمنيو خاوند نه وه او په
ډير مشکل سره ېي خپل د ورځنی ژوند ضروريات برابرول، ځينې وختونه خو د
خټګري پیسی حتی نشو
اې کولی د دې کورنۍ د ماشومانو د ښوونځي خرچه او
ضروريات
برابر
کړي خو د ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره
صفی
الرحمن او د هغه ميرمن خپل راتلونکی ژوند ته هيله مند او خو شاله
ښکاریده او
هغه هم په د ی وجه چې د کلونو کلونو جنګونو او بې کوري نه وروسته د دوی
ماشومانو ته د ښوونی او روزنی زمينه د کابل په ښار کی برابره شوی او د
هغوې تنکي ماشومان هره ورځ په ډير علاقمندی ښوونځي ته تلل۰
د دوی د هيلو او خوشاليو بله وجه دا وه
چې صفی الرحمن چې پخپله ختګر وه
په دی ورستيو وختو که د خپلو شپږو ماشومانو او ميرمنی په مټ او نه ستړي
کيدونکی زيار د آسمائي د غره په ډډه کی ځانته يوه جونګړه جوړه کړۍ او ځان
ېي د کور د خاوند د وخت او ناوخت جنجالونو او د لوړی کراېې نه چې د هغه
نيمائي معاش به په هغه مصرفيده خلاص کړی وه، که څه هم د هغوی نوی کور د
غره په نسبتاء لوړی ډډی که موقيعت درلود چې د اوبو او د ژوند د ورځني
نورو
ضرورياتو
وړل هلته آسانه کار
نه وه مګر د بيا هم د کورنې ټول غړي خپلۍ نوي جونګيری سره مينه درلود او
کله به چې صفی الرحمن پدی بريالی نشو چې ځانته د کابل په څلور لارو کی
کوم
مزدوري پيدا کړې نو بی له ځنډه به خپل کورته راستون او د خپل کور
ساختماني نيمګيړي
چاری به ېې
سر ته رسول .
خو ډير افسوس او دريغ چې د دی کورني د هيلو او اميدونو ورځی او شيبی ډير
لڼد وه او
ژر پای ته ورسيده
،
د خوشاليو او هيلو پر ځای د غم او
وير
ټغر ددوي په کور خوره شوه
،
دا هغه وخت وه چې څو مياشتی مخکی هغه مال چې صفی الرحمن
د کوم کار اومزدوری د پيدا کولو لپاره د کور نه بهر ښار ته تللی وه
ناڅاپه د يوه ځانمرګي بريد ښکار او له دوه ورځی تيرودو نه وروسته د صفی
الرحمن د بدن د غوښي ټوټی د دوی کور ته راوړل شول
که ځه هم د دی غمجنی
پيښی نه اوس څو مياشتی تير سوی خو د دی
کورني بيګناه او معصوم کوچنيان لا هم د خپل شهيد پلار د ابدي بيلتون غم
او درد ندي هير کړي، د هغه ورځ راپدی خوا د ورځني ژوند د ضرورياتو
برابرول بل هغه
دروند پيټۍ دی چې اوس د دی کورنی
پر معصومو ماشومانو پروت دی۰
اوس ددی کورنی تنکی ماشومان
د سهار نه تر ماښامه د ښار په کوڅو او بازارو
کی
د څښاک اوبو او کڅوړو په خرڅولو خپل کورني ته
ډوډي او د ژوند نور ضروريات برابروي. اوس دی معصومو کوچنيانو ته د
ښوونځی او ښوونی روزنی نه بل لوی مسئوليت راپغاړه ده او هغه د يوۍ ګلي
ډوډي د پيداکولو او د ورځني ژوند د پرمخ بيولو مسئوليت
۰
په
خواشینی سره باید وویل شي
د خدای بښلي صفی الرحمن کورنی په څير زرګونه نور
داسی
کورني په ورته حالت
او ستونزو مخامخ دي ځکه د هيواد په مختلفو ولايتونو کی تر اوسه د هوائي
بمباريو او ځانمرګو بريدونو په نتيجه کی زرګونه بيګناه ملکي وګړي قرباني
او يو زياد شمير معصوم او بيګناه ماشومان بی پلاره او بی موره شوي دي، نن
د دی تباهي بهير په ډير بيرحمۍ او شدت سره زموږ په هيواد کې خوره ده، خو
د ډيرخواشينی او افسوس خبره داده چې د څه کم دريو لسيزو وينو تويدو او
بربادي نه ورسته اوس هم ځينی کسان زموږ په جنګ ځپلي وطن کی بل شوي اور ته
نور هم لمن وهی، بې له شکه دا هغه کسان دي چې د هغوی ژرنده او کاروبار د
افغانانو د وينو په بهيدو چليږې
۰
د هغو کسانو نه چې لا نور هم زموږ وطن کۍ وينو تويودو ته لمن وهي بايد
وپښتل شي چې د خدای بښلي صفی الرحمن خټګر څه جرم او ګناه وه چې بدن ېې د
کابل ښار په يو ځانمرګي بريد کې ټوټۍ ټوټی شو او بيا د دی شپږو معصومو
ماشومانو او د هغوی د مور څه ګناه ده چې د ژوند تر پايه د خپل پلار او د
ژوند د ملګرۍ په غم او درد کۍ وڅيزي؟
يادونه
؛ دا مطلب د مرحوم صفي الرحمن د
ماشومانو سره د
ليکونکي
د مخامخ
مرکې پر اساس برابر
او اوس د دی کورنی
یوماشوم ( سهراب
د څلورم ټولګی زده کونکی ) د هسکو د
یتیم او بی وزله ماشومانو سره د مرستی په
د
هسکو مرستندويه ميرمن د کال رضاکاره وټاکل شوه

د هسکو
د موسسی رضا کاره ، میرمن رجا
د
ملګرو ملتونو د
رضاکارانو جاېزه
ېوې عمانی
مېرمني ته ورکړل شوه ،
د ا د ملګرو ملتو
رضاکاره مېرمنه ،رجا
نوميږي او د يو کال راپدیخوا دهسکو
د ټولني په چو کات کۍ افغان بيوزلو ماشومانو سره مرسته کوي.ميرمن رجا خپله د پنځو
ماشومانو مور
او
د مسقط د ښار د يوی ښوونځې د انګريزي د څانګي مشره هم ده.
د ملګړو ملتو د رضا کارانو اداره
UNV
چه په کال
١٩٧٠کۍ
د عمومې اسامبلۍ لخوا تاسيس
شوۍ دۍ هر کال د دسامبر په مياشت کۍ لس تنه هغه تکړه
رضا کاران چه په بېساری توګه
د
بشري پر مختيا او به نړی کۍ د اقتصادې او اجتماعی ودۍ په ﻻره
کۍ خدمت
ته ځان وقف
کړۍ وې
دکال د
رضاکارانو پحيث د يوه ځانګړی کميسون لخوا ټاکل کيږې.
ميرمن رجا حبيب د ټولو مختلفو وظايفو او مسئوليتونو سره سره
بېا هم د افغانستان د
ماشومانو د ښېرازۍ راتلونکۍ په خاطر خدمت ته دانګلی ده. د
هسکو د ټولنۍ مشر
حفېظ
اله
خالد
ميرمن رجا ته د مبارکۍ په وړاندۍ کولو سره
د افغان بېوزلو کوچنيانو سره د
هغۍ د خدمت
مننه وکړه او هغه ئي ټولو افغانانو
ته د افغانستان د بېوزلو ماشومانو سره د خدمت يو ډير ښه مثال
وباله ،.حفيظ اله خالد د
ملګرو ملتو د رضاکارانو ادارۍ نه هم د مننۍ او کورودانۍ په
څرګندولو سر د ميرمن رجا حبيب انتخاب د
هغۍ د خدمتونو د ستاينۍ او قدر دانۍ يوه ښه ﻻر وباله . اوس په
افغانستان کۍ ٧٨ تنه د
ملګرو ملتو رضاکاران په خدمت بوخت دې.
هسکو دافغانستان د ښونځيو دبېوزلو
ماشومانو سره د مرستۍ يوه خيريه ټولنه ده چه مرکز ئي د اتريش
په په پلازمينۍ د
ويانا په ښار کۍ ده ، ددۍ ټولني ټول کارونه د رضاکارانو لخوا
اجرا کيږي۰
بېرته شاته
نجونى لاهم د ټولګي د دروازى تر شاه ولاړى دي
د طالبانو له ړنګيدو ورسته په کابل کى په زرګونو نجونى ښوونځى پيل
کوي. خو د ښار له محدودى څخه بهر ، ٧ کلنه نسرين حيرانه ده چى څه وخت به
د هغى وار رارسيږي. هغه وايي :دا شعار چى (راځى چى لوست وکړو) پر هر
ديوال او هر کنج ليکل شوى، خو زه نه پوهيږم چى چيرته او څنګه ولاړه شم.
د افغانستان نوى تعليمي کال په پسرلي کى پيليږي، خو د نسرين په کلي يعنى
د بګراميو په ولسوالۍ کى د نجونو ښوونځى نه شته. د زده کړى لپاره د هغى
ليوالتيا دومره زياته ده چى هغه په شخصي ټولګيو کى درس وايي، چى په دغو
ټولګيو کى د لوست لپاره ٨٠ نجونى هر يو د مياشتى ٣٠ افغانۍ ورکوي چى نژدى
٠،٦٠ ډالره کيږي .خو آن دا مقدار په خوار غريب افغانستان کى ډيرى پيسى
دي. پداسى حال کى چى دا نجونى په دى انتظار کى دي چى حکومت او يا کوم
بهرنى سازمان د دوى لپاره ښوونځى جوړ کړي، نو د دوى د غوښتنو ځواب همدا
شخصي ښوونځي دي. ورى کورنۍ بيا په ډير زيار او د سختو په ګاللو سره کابل
ته تللي دي تر څو د دوى ماشومانى لوڼى وکولى شي هلته ښوونځيو ته ولاړ شي.
خو د افغانستان په لر او بر کى د زرګونو نجونو لپاره چى داسى امکان نه
شته نو يواځى انتظار باسي. د بګراميو د بت خاک د کلي اوسيدونکي جميله چى
١٥ کلنه وايي: د طالبانو د ٥ کلنى واکمنۍ پر مهال ډير ځوريدلي يو، خو اوس
حالت لاپسى جدي دى ځکه چى ښوونځي نه شته. هغو نجونو چى کولى ښار ته ولاړى
شي تللي، خو موږ او نور ناهيلى په کور کى پاتى يو. هلکان هم ستونځى لري،
ځکه د افغانستان ځينى ليرى پراته کلي هيڅ ښوونځي نه لري. د کلي مشر محب
اله وويل: آن بت خاک چى له کابل څخه له ٢٠ کيلومترو هم کمم واټن لري ، او
٣٠٠٠ کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځي شديده اړتيا لري.
هغه وويل اوسيدونکو څو پلا د ښوونى او روزنى له وزارت څخه غوښتنى کړي، او
له دى حقيقت سره سره چى هلته د ښوونځي د جوړيدا لپاره ځمکه هم شته چى پرى
ښوونځى جوړ شي خو د دوى اپيل او غوښتنو هيڅ نتيجه نه ده ورکړى. همدا دليل
دى چى دوى شخصي ټولګي پيل کړي دي.
له کابل څخه بهر د چهار آسياب د ولسوالۍ اوسيدونکى ذکيه چى ٢٠ کلنه ده ،
د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته يي وويل: د نړۍ په لر او بر کى
خلکو ښځو ته د بشپړو حقونو د نه ورکولو له امله د طالبانو غندنه کوله.خو
اوس زه په دى نه پوهيږم چى د چا غندنه وکړم، ځکه هيڅوک ښوونځي ته د نجونو
د تګ مخنيوى نه کوي ، مګر زموږ لپاره ښوونځي نه شته.
د ښوونځيو نشتوالى د يو شمير نورو اړونده فکتورونو سره ډيره لويه ستونځه
ده. کورنۍ جګړى ښوونځي وران کړل، طالبانو ښوونځيو ته د نجونو د تلو
مخنيوى وکړ، او ځنيو ليرى پرتو او خوارو غريبو کليو هيڅکله هم ښوونځي نه
درلودل. په ناڅاپي توګه هيواد ته د ګڼ شمير کډوالو راستنيدو او د نړيوالو
مرستندويانو له خوا د مرستى په ورکولو کى ځنډ دا ستونځه لاپسى بدتره کړى
ده.
له دغو ستونځو سره سره، په سلګونو ښوونځي د طالبانو له ړنګيدو وروسته د
٥٠ غير حکومتي سازمانونو په مرسته ترميم او يا سم د لاسه جوړ شوي دي. هغه
مهال چى په تير پسرلي کى نوى تعليمى کال پيل شو ، له ٣،٣ مليونو څخه زيات
ماشومان ښوونځي ته ولاړل.
دا چى غوښتنه يا تقاضا ډيره ده نو ډير ماشومان د نيمى ورځ لپاره په
ښوونځي کى درس وايي. د ښوونى او روزنى د وزارت د ساختماني څانګى مشر
انجنير محمد ملا بر يالي دا خبره هم جوته کړه د ځنيو ځانګړتياو چمتووالى
هم شوى چى هلکان د سهار له خوا او نجونى د ماسپښين له خوا ښوونځي ته
راځي.
هغه وويل : که څه هم په زابل، هلمند، فراه، نيمروز، پکتيا، پکتيکا، خوست
، نورستان او ځينى نورو ولايتونو کى د نجونو لپاره ښوونځي ډير لږ دي. او
دا له دى امله دى چى په دغو ولايتونو کى سيمه اييز خلک لاهم په دى نظر دي
چى د ښځو تعليم غيرقانوني دى.
وزارت نيت لري چى په هر يوه ولايت کى ٢٠ نوي ښوونځي جوړ کړي. خو دا به هم
د اړتيا د پوره کولو لپاره کافي نه وي.
يوه وياند وويل: تير کال د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا
يونسف تير کال ١٦ مليونه ډالره د کابل په شاو او د مزار ، ننګرهار،
کندهار او هرات په ولايتونو کى د ١٨٠٠ ښوونځيو په جوړولو ولګول، او نيت
لري چى په راتلونکي کال کى به په کليوالو او کابل ته جوښت سيمو کى د ٣٠٠
نورو ښوونځيو د بيا جوړو کار بشپړ کړي. هغه وويل: کابل ته به ځکه
لومړيتوب ورکړ شي ځکه هلته ډير کډوال راغلي دي.
که څه هم په عمومي ډول افغانانو په ډيرى خوښۍ د نوي کال د راتلو هرکلى
کړى، خو يه ځنيو محافظه کاره سيمو کى د نجونى پر ښوونځيو حملى شوي او يا
هم سيزل شوي دي، او نا څرګندى پانى يا ليکنى ويشل شوى چى ميندو او پلرونو
ته خبردارى ورکوي چى خپلى لوى ښوونځي ته ونه ليږي. په نورو سيمو کى بيا د
نجونو د ښوونځيو په وړاندى مخالفت دومره غښتلى و چى په لومړي سر کى يي د
جوړونى مخنيوى وشو.
ډير ملايان او کليوال آن که خپلى لوڼى يي هم وغواړي ښوونځي ته ولاړى شي،
ښوونځي ته د نجونو د تلو مخالفت کوي.
د مارچ پر ٨ ، يعنى د ښځو دنړيوالى ورځى د نمانځنى په ورځ د پروان په
ولايت کى د ماهرى په نامه يوى ځوانى نجلۍ وينا وکړه. هغى وويل: نړۍ د
سپوږمۍ او د انټرنيټ په لور دورمي او افغاني نجونى په تبعيض او تعصب کى
شپى سبا کوي. موږ غواړو چى دا ملايان خپله خوله وتړي او په کرار شي.
د پروان ولايت د پنجشير د ولسوالۍ د زشوونى او روزنى سيمه اييز مشر خان
محمد خان دا خبره ومنله چى د نجونو لپاره د ښوونځيو نشتوالى د مذهبي
علماو د مخالفت له امله دى.
که څه هم مولوي عبدالحميد د پنجشير يو تن له علماو څخه د جنګ او سولى
راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: موږ د ښځو د زده کړى مخالف يو خو نه په
مطلق ډول سره. موږ غواړو چى د نجونو ښوونځي له اسلامي مقرراتو سره سم وي.
موږ د نجونو جلا ښوونځي غواړو چى د ښځينه ښوونکو له خوا روزنه ورکړ شي.
هلته بايد هيڅ نارينه نه وي. که چيرى نجونو ته په کورونو کى د ښځينه
ښوونکو له خوا تدريس وشي نو موږ له هغو سره هرو مرو موافق يو.
ميندى او پلرونه په ستونځمن حالت کى دي ځکه چى له يوى خوا د مذهبي علماو
واکمني او بلى خوا د هغوى د لوڼو غوښتنى دي چى غواړي علم زده کړي.
مژده ملکزاده چى ٢٠ کلنه ده او صحي کارکوونکى ده،د پروان او کاپيسا په
ليرى پرتو سيمو کى د نجونو پر حال ډيره خوابدى ده چى ويني يي.
هغه وايي: هغه مهال چى ليرى پرتو سيمو ته ځم، ډيرى نجونى مى ګرد چاپير
راټوليږي، او ډيره زياته دلچسپي او احساس ښيي.دوى را ته وايي: کاش موږ هم
ستا په شان لوست کولى.
دوى دومره ناهيلي ښکاري چى ما ته وايي زموږ پيغام نړيوالى ټولنى ته ورسوه
چى موږ له تعليم څخه محرو م پاتى نه شو.
احمد حنايش او مصطفى بشارت په کابل کى خپلواک خبريالان دي.